چارواکي وايي پر کونړ ۳۰۰ توغندي توغول شوي دي

Image caption له دانګام نه ګڼې کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي او خپل هر څه ېې هلته پرې ایښي دي.

د کونړ پر دریو ولسوالیو دانګام ،شیګل او مروره، د چارواکو په وینا له درې سوو ډېر توغندي د ډېورنډ کر ښې له بلې غاړې توغول شوي دي.

د کونړ پولیسو مشر مل پاسوال عبد الحبیب سید خیل، وایي په دانګام او شیګل کې د دغو بریدونو پایله کې ۱۴ کسان ټپیان شوي او یو کس وژل شوی دی.

ښاغلی سید خیل وايی له دانګام نه ګڼې کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي او خپل هر څه ېې هلته پرې ایښي دي.

د کونړ د پولیسو مشر د حالاتو ارزونې په موخه دانګام ته ورغلی دی. د کونړ چار واکي وايي د بریدونو د سملاسي بندولو لپاره ېې د افغانستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارت ته د لاس په کارېدو سپارښتنه کړې.

تر اوسه پاکستان د شویو بریدونو په تړاو هېڅ نه دي ویلی.

د کونړ چارواکي وایي هېڅ داسې نښې نښانې نه شته چې پاکستانی لوری دې بریدونو ته پلمه جوړه کړي.

له اوږدې مودې راهیسې د کونړ پر سرحدي ولسوالیو پر لپسې بریدونه کېږي چې له امله ېې ګڼه ولسي مرګ ژوبله رامنځته شوې.

له تېرو نژدې دوو کلونو راهيسې د پاکستان له لوري پر افغانستان توغندي توغول کېږي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

ورته مطالب