''درغل چارواکي وشړئ، که نه افشا کوو یې''

Image caption د ټاکنو کمیسیون چاروکي وايي په رڼه بڼه د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دي خو ټینګار کوي چې دولت او دواړوه نوماندان دې له دوی سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکړی، که چېرې په ټاکنو کې په درغلۍ تورن چارواکي تر دوو ورځو له دندې ګوښه نه کړل شي، نو د هغوی نومونه به د رسنیو له لارې په ډاګه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي د هغو لوړ پوړه چارواکو نوملړ یې د ولسمشر مقام ته استولی چې په ټاکنو کې په درغلۍ او لاس وهلو تورن دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني که څه ددغو چارواکو نوم په ډاګه نکړ خو ټینګار یې وکړ چې کمیسیون به په دې برخه کې چپ پاتې نه شي.

هغه وویل په دې ډله کې د امنیه قوماندان، ښاروال او د والي په کچه چارواکي شامل دي:

''ددغو لوړ پوړه چارواکو له دندې د ګوښه کولو وړاندیز مو کړی هیله ده چې د ولسمشرۍ مقام په یو دوه ورځو کې د هغوی په اړه ګام پورته کړي او که داسې ونه شي نو موږ مجبور یو چې د هغوی نومونه په ډاګه کړو او له رسنیو سره یې هم شریک کړو''.

د ولسمشرۍ ټآکنو ددویم پړاو په نږدې کیدو دوه نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبد الله په ټاکنو کې د احتمالي درغلۍ په اړه اندیښنه ښودلې خو د ټاکنو کمیسیون ټنیګار کوي چې دویم پړټاکنو کې به درغلۍ نه وي.

د ټاکنو کمیسیون د دار الانشاء مشر ضیاء الحق امر خیل د مدني ټولنې له بنسټونو وغوښتل چې د ټاکنو د روڼتیا لپاره د رایو ورکولو له مرکزونو څارنه وکړي.

ښاغلي امر خیل چې د جندر په اړه یې یوه غونډه کې خبرې کولې ښځې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅولې. د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو د اشرف غني احمدزي او عبد الله ترمنځ د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۴ ترسره کیږي.

د ټاکنو د کمیسیون د مهالویش له مخې ددغو ټاکنو وروستۍ پایلې به د چنګاښ په ۳۱ نیټه په ډاګه شي.

ورته مطالب