اروزګان کې له دوو کسانو سرونه غوڅ شوي

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د ګيزاب ولسوال عبدالله ادعا کوي، ددوی پلټني ښيي چې دا دواړه کسان ، يو په کندهار کې سرحدي پولیس او بل د يوه ملي پوليس ورور وو چې د وسلوالو له خوا یې سرونه غوڅ شوي.

د اروزګان سیمه ییز چارواکي وايي په ګیزاب ولسوالۍ کې یې دوه مړي موندلي، چې سرونه ترې غوڅ کړل شوي دي.

په کندهار کې مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د سیمه ییزو چارواکو له قوله وویل، چې دغه کسان یې د تېرې سې شنبې په ورځ (غبرګولی ۶/مې ۲۷) د ګیزاب په کچکول سیمه کې موندلي دي.

د ګيزاب ولسوال عبدالله ادعا کوي، ددوی پلټني ښيي چې دا دواړه کسان ، يو په کندهار کې سرحدي پولیس او بل د يوه ملي پوليس ورور وو چې د وسلوالو له خوا یې سرونه غوڅ شوي.

د ولسوال په خبره، دغه کسان درې شپې مخکې د دې ولسوالۍ د بولغ په سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوي وو او بيا يې سرونه غوڅ کړل شوي.

ولسوال وايي، د قومي مشرانو په غوښتنه يې د هغوی د خلاصون هڅې هم کړې، خو هڅې بې پایلې وي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله د پېښې مسؤوليت نه دی منلی.

وړاندې په زابل ولایت کې له اوو پولیسو سرونه غوڅ شوي وو، چې پړه یې پر وسله والو طالبانو اچول شوې وه، خو قاري یوسف احمدي دا رد کړه، چې ګني دا کار دې دوی کړی وي.

نوموړی مني چې دغه پولیس یې په ډزو وژلي وو، نه دا چې سرونه یې ترې غوڅ کړي دي.

ورته مطالب