افغان حکومت د امریکا د پرېکړې هرکلی وکړ

د انځور حقوق Getty
Image caption د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا اعلامیه وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ختمول د ولسمشر کرزي او افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه وه.

د افغانستان حکومت د امریکا د متحده ایالاتونو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې وايي د یوه مهال وېش له مخې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر کم کړي.

د ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر له خوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي کله چې په لومړي ځل افغان حکومت له بهرنیو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لېږد پیل کړ لامل یې دا و چې د افغانستان امنیت په خپله افغانان ونیسي.

اعلامیه وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ختمول او افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو سپارل د ولسمشر کرزي او د افغانستان د خلکو اصلې غوښتنه وه.

دغه راز په اعلامیه کې د افغانستان د حکومت له خوا د نړیوالې ټولنې له همکارۍ نه مننه شوې او ډاډ څرګند شوی چې افغان ځواکونه به د خپل هېواد او خلکو ساتنه وکړي.

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان پر وسله والو مخالفینو هم غږ کړی چې له دې تاریخي فرصته ګټه واخلي او هغې جګړې ته د پای ټکې کېږدي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په بهانه کېږي څو په دې توګه په افغانستان کې سوله ټینګه او دا هېواد پرمختګ وکړي.

په همدې حال کې ولسمشر حامد کرزي د ګاونډي هېواد پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره د پاکستان له خاورې پر افغانستان د توپخانې د دزو په اړه ټېلېفوني خبرې وکړې.

د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر له خوا یوه خبر پاڼه وايي ولسمشر حامد کرزي نن ماښام (چهار شنبه د غبرګولي اوومه) له ښاغلي شریف سره ټېلېفوني خبرې وکړې او د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې یې د کونړ ولایت پر بېلا بېلو سیمو د پاکستاني توپخانې پر ډزو خپله اندېښنه په ډاګه کړه.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف ولسمشر کرزي ته ویلي چې د افغانستان له خاورې ترهګر ور اوړي او د هغوی په خاوره کې عملیات کوي.

ولسمشر حامد ویلي چې له کلونو راهیسې د پاکستان له خاورې ترهګر افغانستان ته ورځي خو افغانستان هېڅکله د پاکستان پر ملکي خلکو ډزې نه دي کړي.

په ځواب کې د پاکستان صدراعظم ویلي چې له خپلو اړوندو ادارو سره به پر کونړ ولایت د ډزو موضوع وڅېړي.

ورته مطالب