ډنفورډ: امريکا له افغانستانه ټول ځواکونه نه وباسي

د انځور حقوق ISAF
Image caption په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال ډنفورډ وايي پړاو په پړاو د امریکايي ځواکونو کمول په دې معانا نه دی چې شمېر یې صفر ته ټیټ شي

افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ وايي د ۲۰۱۶ کال تر پایه افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو څو سوو تنو ته پړاو په پړاو کمول د صفر کچې ته د دغو پوځیانو شمېر رسولو په معانا نه دی.

په یوه خبري غونډه کې ښاغلي ډنفورډ وویل امریکا به له ۲۰۱۴ وروسته افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره شپه ویلي و چې یوازې ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان به افغانستان کې پاتې شي چې وايي تر ۲۰۱۶ پورې به یې شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته ټیټ شي.

له کابله نور محمد سعید په خپل رپوټ کې وايي د تېرو ۱۳ کلونو مودې کې د افغانستان تر ټولو پیاوړی متحد هېواد غواړي له هغې جګړې اوږې سپکې کړي چې ځواکونه یې د خپل تاریخ تر ټولو ډېره موده په کې ښکېل وو.

بارک اوباما وايي دریو کلونو کې به یوازې څو سوه امریکايي سرتېري افغانستان کې پاتې شي او هغه به هم د امریکايي سفارت ساتنه کوي او افغان ځواکونو ته به روزنه ورکوي.

نوموړی وايي د امنیت مسوولیت به په خپله د افغانانو پر اوږو وي او امریکايي پوځیان به نور د افغانستان په کلیو او ښارونو کې ګزمې نه کوي.

د امریکا ولسمشر وايي دا هر څه یوازې په هغه تړون پورې تړلي دي چې تر اوسه نه دی لاسلیک شوی.

ولسمشر اوباما وویل"موږ یوازې په داسې صورت کې کولای شو دغه شتوالي باوري کړو چې د افغانستان حکومت هغه تړون چې پخوا پرې خبرې شوې لاسلیک کړي. دغه تړون حیاتي ارزښت لري چې زموږ ځواکونو ته د ماموریت سرته رسولو وړتیا ورکوي او په ورته مهال د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی کېږي."

ښاغلي اوباما و نه ویل چې په هغو مرکزونو کې چې وړاندوینه یې شوې ځواکونه تر ۱۰ کلونو پورې پاتې کېږي او هغسې چې ویل کېږي تر ۱۰ زرو پورې سرتېري به وي او یا به هغومره وي چې اوس یې وايي یعني څو سوه سرتېري.

آیا په هغه کچه چې ویل کېږي د ځواکونو پاتې کېدل په ۲۰۱۶ کال کې د صفر کچې ته د ځواکونو د شمېر رسول دی؟

دا پوښتنه په کابل کې په یوې خبرې غونډې کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ ځواب کړه او ویې ویل "نه دا د سرتېرو شمېر صفر ته د رسولو په معانا نه دی."

جنرال جوزف ډنفورډ نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم ولیدل او په دې اړه یې معلومات ورکړل.

نوموړي ویلي د افغان ځواکونو پیاوړتیا په پورته کولو کې به د امریکا مرستې روانې وي او ژمنې به پوره شي.

ښاغلی ډنفورډ وايي له ۲۰۱۷ وروسته به له بګرامه پرته ټولې پوځي اډې افغان حکومت ته وسپارلې شي او د بګرام اډه به هم له افغان حکومت سره په تفاهم وروسته افغان حکومت ته وسپارله شي.

افغان حکومت تر اوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو له ۲۰۱۴ وروسته د امریکا د پوځي حضور دغه پرېکړه غندلې او وايي جګړه به روانه وساتي.

د امریکا له تازه پرېکړې سره سم به له ۲۰۱۶ کال وروسته افغانستان کې د دغه هېواد رول او د کار بڼه هغسې وي چې په عراق کې دي.

امریکا په عراق کې د صفر اختیار له پلي کولو وروسته د هغه هېواد په کورنیو جګړو کې مداخله و نه کړه او و نه توانېدل د هغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره ډېره مرسته وکړي.

امریکا تر اوسه د افغانستان ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونو له اصلي تمویل کوونکو نه ده.

هغه ملاتړ چې له دې وروسته د امنیتي تړون په لاسلیک پوري غوټه شوی دی.

د دغه تړون پر بنسټ به امریکا ژمنه وي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو تجهیز، تمویل او روزنې لړۍ روانه وساتي.

حامد کرزي د دغه تړون له لاسلیکولو ډډه کړې.

خو د ولسمشرۍ دوو مخکښو کاندیدانو ویلي چې له امریکا سره د امینتي تړون لاسلیکول به یې لومړی کار وي.

ورته مطالب