اوباما: قطر د خوشي شويو بنديانو 'ضمانت' کړی

د انځور حقوق us prisoner
Image caption دظابط بېرګډال په بدل کې پنځه افغان بندیان په کیوبا کې د ګوانتانامو له زندانه خوشې شوي دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي، د ګوانتانامو له زندان نه د خوشي شويو پنځو بنديانو د امنيت په اړه يې د قطر له چارواکو ضمانت ترلاسه کړی دی.

دغه پنځه طالب بنديان د يوه امريکايي سرتېري په بدل کې خوشي شوي، چې په ۲۰۰۹ کال کې طالبانو د افغانستان په سويل ختيځ کې نيولی و.

ښاغلي اوباما په يوه اعلاميه کې ویلي، د برګډال خوشي کېدنه او بېرته ستندېدنه دا ښيي چې امریکا نه غواړي په جګړه کې یونیفورم لرونکي سړي یا ښځې شاته پرېږدي.

چارواکي وایي، امریکایی پوځي ضابط، طالبانو د افغانستان په ختیځ کې له غرمې مخکې امریکاییانو ته سپارلی دی.

دوی وایي په دې راکړه ورکړه کې لس دولس امریکایي ځانګړي ځواکونه ښکېل وو چې د پاکستان له پولې سره نژدې تر سره شوه.

د یوه امریکايي چارواکي په وینا د امریکايي پوځ ضابط ۲۸ کلن بوي برګډال روغ رمټ امریکایي ځواکونو ته سپارل شوی دی.

د هغه په بدل کې پنځه افغان بندیان په کیوبا کې د ګوانتانامو له زندانه خوشي شوي دي.

دا بندیان قطر ته سپارل شوي چې د بندیانو د راکړې ورکړې منځګړتوب کوي.

ضابط برګډال یوازنی امریکایی بندي دی چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوی او ورسره بندي دی.

د خوشي شوي امريکايي سرتېري روغتیا ښه ښوول شوې ده او نوموړی به د بګرام هوایي اډې ته لېږدي او له هغه ځایه به امریکا متحدو ایالتونو ته درومي.

ضابط برګډال د ۲۰۰۹م کال د جنوري له ۳۰ مې راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل وویل، ضابط بېرګډال ته به هر ډول اړینه مرسته ورسېږي چې له دې لانجې ورغېږي او موږ خوښ یو چې هغه به ژر تر ژره له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

نوموړي د قطر له امیر مننه وکړه چې د دې راکړې ورکړې په برخه کې یې مهمه ونډه لرله.

ښاغلي هیګل د پنځو افغان بندیانو په اړه وویل، متحدو ایالتونو د قطر له حکومت سره نژدې همکاري لرله او ځان یې په دې باوري کړی چې د دغو کسانو خلاصون به د امریکا امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي.

ورته مطالب