کرزی: حکومتي چارواکي باید بې پرې پاتې شي

د انځور حقوق Reuters l AFP l Getty
Image caption دواړو مخکښو نوماندانو بېلابېلو سیمو ته سفرونه درلودل.

ولسمشر حامد کرزي فرمان ورکړی چې د دویم پړاو ټاکنو په بهیر کې باید حکومتي چارواکي بې پرې پاتې شي،د ټاکنو کمیسون ته کاروکونکي ورونه پیژني، بله دا چې حکومتي چارواکي باید له وسلو او ساتونکو سره د رایې اچونې مرکزونو ته ورنه شي.

بل پلو د ټاکنو یو مخکښ نوماند اشرف غني احمدزی جوزجان ولایت او عبدالله عبدالله بادغیس او غور ولایتونو ته تللی و.

په دې ترڅ کې د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمېسیون د ولایتي شوراګانو د درغلیو ارزولو د پرانیستلو غونډو په دریمه ورځ څه باندې ۵۰۰ شکایتونه وارزول.

مصطفی سالک له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې ولسمشر حامد کرزي حکومتي کارکونکو ته فرمان ورکړی چې رایې ورکونکي باید دې ته اړ نه باسي چې د خپلو پټو رایو برخلیک ورته بربنډ کړي.

د فرمان پر بنسټ حکومتي څیرې به وګړي دې ته هم نه هڅوي چې یوه ځانګړي نوماند ته رایې ورکړې. وايي یوه نوماند ته به هم اسانتیا نه برابروي خو په ټکو یې که قانون یې غوښتنه کوله د دواړو لپاره به وي.

افغان ولسمشر د خپل فرمان په ترڅ کې جوته کړې چې حکومتي کسان به د ټاکنو کمېسیون ته کارکونکي هم نه ورپیژني، لنډمهاله وي که اوږدمهاله.

همدا راز له حکومت سره تړلي کسان د ټاکنو کمېسیون ته وکړه مه کړه نه شي ویلی او نه هم د پرژو د پرانستو غونډو ته نوماندان وربللی شي.

د ولسمشر فرمان دا څرګندونه هم لري چې حکومتي کسان له ساتونکو او وسلو سره د رایې اچوونې مرکزونو ته نه شي تللای.

د فرمان په منځپانګه کې راغلي که کوم حکومتي چارواکي سرغړونه وکړه او لاسوندونه یې جوت شول عدلي او قضايي بنسټونو ته به وروپېژندل شي.

فرمان سر له اوسه پلی ګڼل شوی.

په دې ترڅ کې د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسیون د ولایتي شوراګانو د درغلیو ارزولو د پرانستلو غونډو په دریمه ورځ څه باندې ۵۰۰ شکایتونه وارزول.

دغو ټولو شکایتونو له څلورو ولایتونو کندهار،غور،روزګان،او زابل سره تړاو درلود.

بله غاړه د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو یو تن مخکښ نوماند اشرف غني احمدزی جوزجان ته تللی و چې په سندرو سره یې هرکلی وشو.

ښاغلي احمدزي جوزجانیانو ته ډاډ ورکړ چې د امو سین اوبه به مهاروي او په دغه ولایت کې به د طبیعي غاز د سمبالښت یو ستر بنسټ جوړوي.

' د امو اوبه مهاریږي چې جوزجان په پښو ودریږي،زموږ د دوست هېواد ترکیې وروڼو په اتو میاشتو کې ،شبرغان او جوزجان کې د ۶۰ کلونو په کچه غاز کشف کړی دی، د غازو د تاسیساتو ستر مرکز به په شبرغان کې جوړیږي ،همدا راز غواړو چې په شبرغان کې د نفتواو غازو یو نړیوال پوهنتون هم جوړ کړو '

همدا راز بل مخکښ نوماند عبدالله عبدالله د خپلو ټاکنیزو هڅو په ترڅ کې د غور ولایت مرکز چغچران ته تللی و.

ښاغلي عبدالله بادغیس ته هم سفر درلود ، هلته یې له خلکو سره ژمنه وکړه چې حلقوي لویه لاره به یې پخوي، له ترکمنستانه به برېښنا ورلېږدوي، د څښاک اوبه به ورته چمتو کوي او ځوانانو ته به يې د لوړو زده کړو اسانتیا برابروي.

سربېره پر دې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند ګل اغا شیرزي هم په کندهارکې د ښاغلي عبدالله د ملاتړ غونډه جوړه کړې وه.

ښاغلي عبدالله کابل ته تر راستنیدو وروسته د ختیځو ولایتونو له یو شمېر مشرانو سره هم وکتل.

ورته مطالب