سیګار: د بغلان زندان جوړونې ډېری پیسې 'درغل' شوې

Image caption د بغلان زندان چې په څلور کیلومتره ځمکه جوړ شوی، ظاهري بڼه یې ډېره ښایسته او ودانۍ یې په پرمختللي سیستم جوړه ښکاري.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ډلې "سیګار" پخپل تازه رپوټ کې ویلي، په بغلان ولایت کې نوی زندان چې د امریکا په مرسته جوړ شوی، بېرته ویجاړ شوی دی.

دغه بنسټ چې له افغانستان سره د امریکا پر شویو مرستو نظارت کوي وايي چې د دغه زندان د جوړولو لپاره یوولس میلیونه او ۳۰۰ زره امریکايي ډالره ځانګړي شوي وو.

زموږ همکار احمد الهام چې دغه موضوع له نژدې څارلې، په اړه یې دغه رپوټ چمتو کړی دی.

د بغلان زندان چې په څلور کیلومتره ځمکه جوړ شوی، ظاهري بڼه یې ډېره ښایسته او ودانۍ یې په پرمختللي سیستم جوړه ښکاري.

امریکا د دې لپاره چې د خلکو زړونه خپل کړي، د ۱۱ میلیونو ډالرو دغه پروژه پلې کړه، د عمران په نامه یوه ودانیز افغاني شرکت یې د جوړولو چارې پر غاړه واخیستې، خو تر لنډې مودې وروسته د دغې ودانۍ ځینې برخې ورو، ورو ونړېدې.

د شپږو میاشتو په تېرېدو سره د دغې ودانۍ درې برخې ویجاړې شوې، یوه یې راپرېوته او دوه نورې برخې یې هم له ویجاړېدو سره مخامخ شوې.

د بغلان ولایت د دغه زندان مشر ډګروال محمد یحیی قرار را ته د دغې ودانۍ ویجاړې شوې برخې وښودې او اندېښنه یې دا ده چې ښايي ددغې ودانۍ نورې برخې هم ویجاړې شي:

"له فزیکي پلوه چې زندان ته دا ځای ټاکل شوی، مناسب ځای نه دی، له څلورو خواوو یې غرونه دي، چې ترڅنګ یې موسمي بارانونه او بادونه ګواښ پېښوي".

تپه تیاره خونې

د زندان د ننه ټولې خونې تپه تیاره دي، نه د اوبو څرک په کې لګیږي او نه هم د برېښنا، دلته هوا ډېره توده ده چې د هر چا زړه په کې تنګیږي.

په زندان کې د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی د دې لامل شوی چې بندیان په ګڼو ناروغیو اخته شي.

هر یو یې شکایت لري، د لاس مینځلو او اوداسه ځای یې په اسلامي بڼه نه دی جوړ شوی، بندیان وايي په همدې وجه ترېنه کار نه اخلي:

یو بندي وايي:

Image caption امریکايي مرستندویان او افغان ودانیز شرکت دا مهال پر دې لګیا دي چې په دغې پروژه کې د ناغیړۍ اصلي لامل ومومي.
Image caption دغه زندان له ښاره په لرې واټن کې ودان شوی، کله چې د بندیانو خپل خپلوان د خپلو بندیانو لیدو کتلو لپاره ورځي، نو ۱۷ کیلومتره واټن باید طی کړي.
Image caption د امریکا پلټونکې اداره وايي دغه سیمه د زندان جوړولو لپاره تېروتنه وه چې افغان چارواکي هم ورسره یوه خوله دي.

"شاید پر افغاني کلتور، دین او دود سم پوهېدلي نه وي، ‎مثلاً په ځینو خونو کې یې تشنابونه د قبلې لوري ته جوړ کړي دي".

د بغلان په زندان کې شاوخوا ۷۵۰ کسان بندیان دي، ډېری یې نارینه خو ۲۷ مېرمنې هم په کې د بند شپې سبا کوي، دغه زندان د څلورو شمال ختیځو ولایتونو لپاره جوړ شوی.

دلته په بېلابېیلو جرمونو تورن کسان بندیان دي، خو د دولت مخالفین هم په کې شته.

د عمران د ودانیز شرکت مشر وايي چې هغوی د دغې ودانۍ د خرابېدو پړه نه مني، د پروژې د ځای ځایګي ټاکنه او نورې چارې یې د افغان او امریکايي چارواکو له خوا سمبالېدلې.

هغه وايي هغه ویجاړۍ چې دغلته رامنځته شوي د نیزونو او طبیعي پېښو له کبله دي، خو افغان او امریکايي چارواکو د "سیګار" بنسټ ته ویلي چې د عمران د ودانیز شرکت چارې سمې نه وې او له سره تېر کار یې کړی دی:

"د افغانستان د ټولو زندانونو په پرتله موږ دلته په ډېره خرابه فضا کې اوسېږو، له روغتیايي پلوه ستونزه لرو، ډېر ګرم دی، د څښاک پاکې اوبه نه لرو، دښته ده او بادونه پکې لګېږي".

Image caption په زندان کې د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی د دې لامل شوی چې بندیان په ګڼو ناروغیو اخته شي.

دغه زندان له ښاره په لرې واټن کې ودان شوی، کله چې د بندیانو خپل خپلوان د خپلو بندیانو لیدو کتلو لپاره ورځي، نو ۱۷ کیلومتره واټن باید طی کړي.

د امریکا پلټونکې اداره وايي دغه سیمه د زندان جوړولو لپاره تېروتنه وه چې افغان چارواکي هم ورسره یوه خوله دي.

زندان پر داسې یوه سیمه ودان شوی چې ډېره خټینه ده، دغې سیمې ته د کیله ګي دښته وايي چې د پلخمري له ښاره ۱۷ کیلو متره لرې پرته شګلنه سیمه ده.

له شاوخوا غرونو او غونډیو نه د شګو ښوېیدنه د دغې ودانۍ بنسټونه سست او مټه کړي دي.

امریکايي مرستندویان او افغان ودانیز شرکت دا مهال پر دې لګیا دي چې په دغې پروژه کې د ناغیړۍ اصلي لامل ومومي.

ورته مطالب