افغانستان د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون تصویب کړ

د انځور حقوق afghan parliament
Image caption تمه ده چې د پیسو وینځلو د قانون مسوده راتلونکې شنبه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.

ولسي جرګې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنوي قانون د رایو په اکثریت تصویب کړ. خو د پیسو سپینولو د قانون مسوده د ولسي جرګې ګډ کمیسیون ته وړاندې شوه.

په پام کې و چې د ولسي جرګې د چارشنبې ورځې په غونډه کې د پیسو وینځلو د مخنیوي د قانون مسوده وڅیړل شي، خو ددغې مسودې پر مادو د اختلاف له امله د ولسي جرګې ګډ کمیسیون ته نورو څېړلو لپاره وسپارل شو.

زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي د ولسي جرګې د ګډ کمیسیون غړی صادقي زاده نیلي هیله من دی چې ددغه قانون مسوده به د راتلونکې شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړل شي:

''نن موږ د حکومت له لوري پر ۴۵ وړاندیز شویو مادو د بحث په لړ کې موافقې ته ورسېدو، د بانک له لوري په ځینو مادو کې د راوستل شوي تعدیل په اړه بحث وشو. دا چې وخت کم و، په راتلونکې شنبې ورځ به په عمومي غونډه کې بحث ورباندې وشي، چې د دغو ستونزو ډېری برخه به یې حل شي او تصویب به شي''.

ناقانونه پیسې

د پیسو د سپینولو قانون چې په بانکونو کې د ناقانونه پیسو د جریان مخنیوی کوي د بانکي معاملو په برخه کې یو له مهمو قوانینو بلل کیږي.

که دغه قانون د روانې جون میاشتې تر ۲۲ نېټې تصویب نه شي، نو د افغانستان نوم به د بانکي اړیکو په تور لست کې شامل کړل شي، او که داسې وشی نو دا چاره د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغیز وکړي.

خو ولسي جرګې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د قانون مسوده په پنځو فصلونو او ۲۹ مادو کې تصویب کړ.

د ولسي جرګې مشر عبد الرؤوف ابراهیمي په دې اړه د ولسي جرګې پریکړه اعلان کړه:

''د ترهګرۍ د تمویل ضد قانون اختلافي ماده وه، په دې ماده کې دوه نظرونه دي، د امنیت شورا د واکونو په لست کې یې شاملول، چې باید ملي وي، او بل نظر د وزیرانو شورا ته راجع دی. د ۳۷ سرو کارتونو په استثنا، په اکثریت رایو د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون لسمه ماده تصویب شوه''.

ښاغلي ابراهیمي د غونډې په پای کې د پیسو د سپیناوي قانون په اړه د جوړ شوي کمیسیون د کار د پیل اعلان و خو خبریالان ددغه کمیسیون غونډې ته ور پرې نښودل شول.

ورته مطالب