هلمند کې چاودنې ۴ سرتېري وژلي

Image caption تر دې دمه وسلوالو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږ تر لږه د عامه نظم څلور پولیس وژل شوي او یوبل ټپي شوی دی.

د هلمند سیمه ییزې ادارې ویاند عمر ځواک وایي، چې د سړک غاړې ماین چاودنې د عامه نظم لږتر لږه ۴ سرتیري وژلي او یو بل یې ټپې کړی دی .

دغه چاودنه تیره ورځ (سه شنبې) ناوخته د سنګین ولسوالۍ د (۶۱۱) سړک د امان الله کاریز په سیمه کې رامنځته شوې .

د ښاغلي ځواک په خبره ماین د وسلوالو له خوا ايښودل شوی و، چې وروسته د پولیسو او وسلوالو ترمنځ نښته هم رامنځته شوه.

که څه هم نوموړی، وسلوالو ته د ځاني زیان د اوښتو خبره کوي خو کره شمیره یې څرګنده نه کړه .

تر دې دمه وسلوالو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي .

همدا رنګه د تېرې دوشنبې په ورځ (غبرګول ۱۲) د همدې ولایت ګریشک ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ییز ځانمرګی برید شوی و، چې د چارواکو په وینا، په بریدګرو سربېره پکې دوه پولیس او دوه ولسي وګړي وژل شوي وو.

ورته مطالب