پکتیا کې د پاکستان ضد مظاهره وشوه

Image caption مظاهره چیانو ویل چې "موږ په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتو لاسوهنه په کلکه غندو."

د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلګونو ځوانانو او د مدني ټولنو فعلانو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ.

لاريون کوونکو د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځيانو بريدونه وغندل.

له سیمې نه زموږ همکار احسان الله مهجور په خپل رپوټ کې وايي مظاهره چیانو چې د پاکستان او ايران پر ضد یې له ځان سره شعارونه لېږدل د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځيانو بريدنو په کلکه وغندل.

دوی پاکستان او ايران د افغانستان "دوه مخي ګاونډيان" وبلل او په افغانستان کې یې د امنيت په ګډوډولو تورن کړل.

د لوی افغانستان د اوونيزې غړي فريد احمد تسکين چې د مظاهره چیانو مشري یې کوله وویل: "موږ په افغانستان کې د پاکستان د اسخباراتو لاسوهنه په کلکه غندو او د پاکستاني بريدونو د مخنيوي لپاره هر ډول قرباني ورکوو."

د مظاهرې نورو برخوالوله له نړيوالې ټولنې هم په کلکه غوښتنه وکړه چې د بريدونو د مخنيوي او دفاع لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د دوی له ډلې احمدشاه پکتيا وال وویل: " د دې بريدونه د مخنيوي په اړه باید نړيواله ټولنه مداخله وکړي او معلومه کړي چې د پاکستان عسکر له افغانانو نور څه غواړي؟"

د پکتيا اوسيدونکي په داسې حال کې لاريون کوي چې د تېرو څو کلونو راهیسې د پولې له ها خوا نه د پاکستاني پوځ له لوري په زرګونه توغندي د افغانانو په کورنو توغول شوي چې له امله په لسګونه ولسي کسان وژل شوي او ټپيان دي.

د توغندیو د همدې بریدونو له امله ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو سیمو کډه کولو ته اړې شوې دي.

ورته مطالب