سرګي "نورمحمد" د افغانستان د تابیعت تذکره ترلاسه کړه

Image caption نورمحمد تر مسلمانېدو وروسته واده وکړ او اوس څلور لوڼې او دوه زامن لري.

په غور ولایت کې د پخواني شوروي اتحاد پاتې شوي عسکر ته په افغانستان کې له ۲۹کلن استوګنې وروسته د افغانستان د تابعیت تذکره ورکړل شوه.

د غور سیمه ییز چارواکي وایي ده ته له هغه وروسته د افغان ولسمشر حامد کرزي په فرمان د تابعیت تذکره ورکړل شوه چې د ده روسي تابعیت لغوه شو.

سرګي چې په افغانستان کې تر مسلمانېدو وروسته د نور محمد په نامه پیژندل کېږی ویلي چې د افغانستان پر تابعیت ویاړي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي بي بي سي ته وویل: " نور محمد له ډېر پخوا راهیسې هڅې پيل کړې وې چې د افغانستان د تابعیت تذکره ترلاسه کړي. دا کار ځکه څو ځله وځنډېد چی د ده روسي تابعیت نه و لغوه شوی."

ښاغلی خطیبي وایي نور محمد ته د افغانستان د تابعیت د تذکرې د ورکولو په مراسمو کی یوه روسي خبریال هم د ده په اړه د یوه مستند فلم د جوړولو په موخه ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې نور محمد وویل چې په دې ویاړي چې د افغانستان د تابعیت تذکره لري او اوس د نړۍ هر هېواد ته چې وغواړي د یوه افغان وګړي په توګه سفر کولی شي.

برخلیک ټاکنونکې لفظي شخړه

نور محمد ۲۹ کاله مخکې د یوې لفظي شخړې په پایله کې د شوروي له نورو عسکرو جلا او په غور ولایت کې له مجاهدینو سره یو ځای شوی و.

نور محمد وروسته مسلمان شو، واده یې وکړ او اوس څلور لوڼې او دوه زامن لري.

کور يې د چغچران ښار شمال شپږ کیلومترۍ کې په شیخها کلي کې دى.

نورمحمد د غره په ډډه کې له خټو جوړ شوي داسې کوچني کور کې اوسېږي چې دېوالونه نه لري او یوازې دوې کوچنۍ خونې لري.

نور محمد تر دې مخکې يو ځل په بلخ ولایت کې له خپلې مور سره هم لیدلې دي.

کورنۍ یې نور محمد ډېر هڅولی چې بېرته روسیې ته ستون شي خو دی وایي چې افغانستان خپل وطن ګڼي او هېڅکله نه غواړي چې دا هېواد پرېږدي.

نوموړی د چغچران په ښار کې مستري خانه لري.

د چغچران ډېری اوسېدونکي وایي په هر ډول تخنیکي چارو کې ورته اړ دي.

د شوروي لادرکه عسکر

په افغانستان کی د شوروي د لادرکه شویو عسکرو د موندنې کمېټه وایي ګومان کوي چې په دغه هېواد کې د شوروي ۲۶۰ عسکر ژوندي لادرکه شوي دي.

دغې کمیټې په وروستیو کلونو کې ډېرې هڅې کړې چې دغه عسکر پيدا کړي او بېرته یې روسیې ته وروگرځوي.

ورته مطالب