کونړ کې د پاکستاني بریدونو ضد د زلمو او نجونو مظاهره

Image caption لاریونیانو په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې غندن پاڼې خورولي چې پکې د بریدونو ددرولو غوښتنه او پاکستان غلیم بلل شوی وو.

د پاکستان د توغندیزو بریدونو پرضد مظاهره د ملي همبستګۍ په نوم ګوند په اسد اباد کې جوړه کړې وه. لاریون ته تر ډیره له کابله نجونې او زلمي راغلي وو.

د ملي همبستګۍ د ګوند ځوانې نجونې چې ماسکونه يې تړلي وو، له نارینه وو سره یوځای له نژدې یوه کیلومتر نه پلي تر اسد اباده راغله او د پاکستان پرضد يې نارې ووهلې.

په کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، لاریونیانو پر کونړ د پاکستان له لوري شوي او کېدونکي بریدونه د یوې پروژې برخه بلله او افغان حکومت ېې لاسپوڅی باله، خو ترڅنګ يې امریکا ته هم د پړې ګوته نیوله چې د دوی په ټکو د بریدونه مخه نه نیسي.

لاریونیانو په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې غندن پاڼې خورولي چې پکې د بریدونو ددرولو غوښتنه او پاکستان غلیم بلل شوی وو.

دا څو پرلپسې کلونه پر کونر او نورو سیمو د پاکستان له لوري بریدونه کیږي چې د چارواکو په وینا لسګونه ولسي وګړي يې وژلي او همدومره نور يې ټپیان کړي.

دا دویمه اونۍ ده چې د کونړ پر دانګام او شیګل ولسوالیو له حساب وتي بریدونه شوي چې د چارواکو په وینا له چورلکو پکې هم کار اخیستل شوی.

Image caption لاریون ته تر ډیره له کابله نجونې او زلمي راغلي وو.

د کونړ امنیتي چارواکي وايي د لاریون پر وخت هم بریدونه نه وو ولاړ.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي وو که بریدونه دوام وکړي، دوی به هم ورته ګام واخلي.

د پاکستان پوځ ویلي وو له افغان خاورې يې پر پوستو بریدونه شوي او یو شمېر پوځیان ېې زیانېدلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا پاڼه کې له پاکستان غوښتي چې د افغانستان پر ختیځو سیمو بریدونه ودروي.

ورته مطالب