ټاکنې: امنیتي غونډه او ټاکنیزې منډې ترړې

د انځور حقوق Reuters l AFP l Getty
Image caption له ټولو ستونزو سره، سره د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مخ یوړې.

د افعانستان د کورنیو چارو وزیر یوه ورځ وروسته له هغه ناکامه بریده چې د عبدالله عبدالله د ګاډو پر کاروان شوی و، د امنیتي ادارو او نوماندانو تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.

محمد عمر داوود زي په یوه امنیتي غونډه کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو په کې برخه لرله وویل، چې له دغه بریده وړاندې د ښاغلي عبدالله انتخاباتي ډلې له هغوی سره همغږي نه وه کړې.

امنیتي ادارې وایې سره له دی چې د ترهګرو بریدونه د ټاکنو په دغه پړاو کې ډېر دي، خو دوی هم ورته پوره چمتوالی لري.

له دغو ټولو ستونزو سره، سره نن ( شنبه د جون اوومه ) د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مخ یوړې.

وړانګه علیزۍ له کابله خپل رپوټ کې کاږي، دغه امنیتې غونډه یوه ورځ وروسته له هغه ناکامه بریده چې د عبدالله عبدالله پر ډلې وشوه جوړه شوې وه.

د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوود زی په دغه غونډه کې خبریالانو ته وویل د ټاکنو په دویم پړاو کې له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، خو په وینا یې دوې هم ورته چمتوالې لري.

نوموړې همدارنګه د نوماندانو او امنیتی ارګانونو تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.

ښاغلې داوود زي زیاته کړه چې دوی به خپل امنیتي تګلارې سر له ننه پلي کړي او په وینا یې د هېواد په امنیتي برخو کې به لوی بدلون راشي.

بل لور ته د ملي امنیت ادارې سرپرست رحمت الله نبیل وایې ټول امنیتي ګواښونه د ټاکنو په دویم پړاو کې په نښه شوي او له منځه وړلو لپاره یې کار هم پیل شوی دی.

دغې امنیتي غونډې ته یوازې اشرف غني احمدزی ورغلی و.

د دوستم ګواښ

اشرف غني احمدزي د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غوښتنه وکړه، د هغه تلویزیون مسوولین، چې نوموړي ته یې سپکاوی کړی د قانون منګولو ته وسپاري او د ده لخوا شکایتونه دې زر تر زره وارزوي.

غونډې ته د ښاغلې عبدالله د نه ورتګ دلیل تر اوسه نه دې روښانه شوی.

خو ښاغلی عبدالله تر دغه ناستې څو ساعته وړاندې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کاپېسا کې د خپلو ملاتړ کوونکو پر وړاندې ښکاره شو او د خپلو ټاکنیزو پروګرامونو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ته د ولاړ نوماند اشرف غني احمدزي لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په بغلان ولایت کې د ټاکنیز کمپایین په موخه له خپلو ملاتړ کوونکو وغوښتل چې په دویم پړاو ټاکنو کې دې پراخه ونډه واخلي.

نوموړې زیاته کړه هغوې د تېرو ټاکنو څخه یو لوی درس اخیستی او دا ځل یې د ناظرینو شمېر ډېر کړی چې وايي، د دوی دغه کار به د درغلیو مخنیوی وکړي.

خو د دوستم په وینا کې غبرګون پارونکې خبره دا وه چې نوموړې د بغلان ولایت ترک ټبرو ته ګواښ وکړ که د دوی ډلې ته رایه ورنکړې نو په وینا یې ستر خیانت به یې کړی وي.

داسې ښکارې چې پروني برید هم امنیتي ځواکونه او هم د ولسمشرۍ نوماندان اندېښمن کړي او له همدې کبله هغوې د ټاکنو پر ورځ د امنیت د ټینګولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړې دي.

دا رنګه طالبانو هم ګواښ کړی چې د ټاکنو په ورځ به بریدونه کوي او ټاکنې به له ګډوډۍ سره مخامخې کړي.

ورته مطالب