په بغلان کې سېلاوونو ۸۰ کسان وژلي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وايي خلک اوس تر هر څه زيات د څښاک پاکو اوبو، خوړو او درملو ته اړتيا لري

د افغانستان په شمال کې د بغلان ځايي چارواکو تاييد کړې، چې د ګذرګاه نور په ولسوالۍ کې سختو سېلاوونو لږترلږه ۸۰ کسان وژلي دي.

ولايتي چارواکي وايي په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم دي او په خبره يې شاوخوا ۲۰۰ کسان لا هم لادرکه دي.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې د سېلاوونو له امله د وژل شويو شمېر يې له ۱۵۰ زيات ښوده، خو چارواکي وايي تر اوسه يې نه شي تاييدولی.

د بغلان د پوليسو وياند جاوېد بشارت مخکې بي بي سي ته ويلي و، اورښت وړمه ورځ ۳:۳۰ پيل او شاوخوا شپږ ساعته اورېده.

ځايي چارواکو د سيمې د خلکو له قوله ويلي، د سېلاوونو له امله شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ويجاړ شوي دي.

ښاغلی بشارت وايي د ګذرګاه نور ولسوالي غرنۍ ده او له همدې امله تېږو او رېګ خلکو او د دوی کرنيزو ځمکو ته سخت زيان اړولی دی.

د بغلان د پوليسو قومندان امان الله امرخيل بي بي سي ته ويلي سېلاوونه د ګذرګاه په څلورو ولسواليو کې راغلی او ډېر پلونه او سړکونه يې ويجاړ کړي دي.

ښاغلي امرخيل وويل دا چې دغه سيمه غرنۍ ده او سېلاوونو ډېره ويجاړي رامنځته کړې، آن مرستندويه څرخي الوتکې په ډېرې سختۍ سره کېني.

جنرال امرخيل وويل: ''خلک اوس تر هر څه زيات د څښاک پاکو اوبو، خوړو او درملو ته اړتيا لري. دا لويه غميزه ده، خلکو خپل هر څه له لاسه ورکړي، د کورنۍ غړي، ځمکه، حيوانات او د خوړو زېرمې''.

ځايي چارواکو له مرکزي حکومت نه د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده.

د طبيعي پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي ځينې اړتيا وړ توکي د هوا له لارې ځپل شويو سيمو ته رسېدلې دي.

دوی وايي دا چې ځمکنۍ لارې سېلاوونو ويجاړې کړې، نو د مرستو رسولو چاره يوازې د هوا له لارې کېږي.

تر دې وړاندې د هېواد په شمالي سرپل، بغلان او جوزجان ولایتونو کې له ګڼو بارانونو وروسته سیلابونو راوتولو له کبله ګڼ کسان وژلي شوي، څاروي له منځه تللي او کرنیزو ځمکو ته زیان اوښتی.

بل لور ته د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښوېدنې له کبله سلګونه کسان ووژل شول او کورونه یې تر خاورو لاندې شول.

ورته مطالب