''خوشي شوي طالبان لا هم پټ ساتل شوي''

د انځور حقوق Reuters
Image caption امريکا دغه طالب مشران د خپل يوه سرتېري بو برګډال په بدل کې خوشي کړل

بي بي سي د هغو پنځو طالب مشرانو د وضعیت په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي چې یوه اوونۍ وړاندې د ګوانتانامو له زندان نه خوشي شول.

دغه پنځه طالب مشران د افغانستان په سويل ختېځ کې د طالبانو له لوري د نيول شوي امريکايي سرتېري بو برګډال په بدل کې پرېښودل شول.

خيرالله خيرخواه، نورالله نوري، ملا محمد فاضل، عبدالحق وثيق او محمد نبي عمري هغه طالب مشران وو، چې له ګوانتانامو خوشي شول.

د وسلوالو طالبانو او امريکا ترمنځ تر منځ د شوې معاملې له مخې خوشي شوي طالبان د قطر پلازمینې دوحې ته ولیږدول شول.

راپورونه وايي خوشي شوي طالب مشران تر اوسه له هغه ځایه نه دي وتلي چې کلک امنیتي تدابیر یې نیول شوی دی.

دا نه ده معلومه هغه ځای چې دوی په کې ساتل کیږي چېرته دی، خو دوی له خلکو پټ ساتل کیږي.

دغو پنځو کسانو ته نږدې سرچینو ویلي، خوشي شوي له کلونو زندان وروسته چې ځینې یې په انفرادي خونو کې ساتل کیدل په داسې وضعیت کې نه دي چې له رسنیو سره خبرې وکړي.

وسلوالو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د خپلو پنځو ملګرو خوشي کېدل يو ستر بری وباله.

افغان حکومت د امریکا دې معاملې ته له قهره ډک غبرګون وښود، خو د افغانستان د سولې عالي شورا له ګوانتانامو څخه د پنځو طالب چارواکو د خوشي کيدو هرکلی وکړی.

دوی وويل کېدای شي خوشي شوي سوله کې اغیزناک رول ولوبوي.

د دغو طالب چارواکو د خوشي کېدو په اړه يو اړ اندېښنې راوټوکېدلې چې ښايي يو ځلې بيا امنيت ته ګواښ پېښ کړي.

خو د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل، د ګوانتانامو له زندان نه د خوشي شويو پنځو بنديانو د امنيت په اړه يې د قطر له حکومت نه ضمانت ترلاسه کړی دی.

په کابل کې د امریکا سفیر هم وويل چې له ګوانتانامو زندان نه خوشي شوي پنځه طالب مشران نه هم افغانانو او نه هم امریکایانو ته امنیتي ګواښ پيښولای شي.

ورته مطالب