راشدي: د نشه يي توکو ضد مبارزه اغېزمنه نه ده

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption د رسمي شمېرو له مخې افغانستان اوسمهال د نړۍ ۹۰ سلنه نشه يي توکي توليدوي

افغان حکومت له سیمه ییزو هیوادونو غواړي چې له سیاسي لیدلوري پرته دې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.

محمود کوچی په خپل راپور کې کاږي، افغان چارواکو دارنګه له ګاونډيانو وغوښتل افغانستان ته دې د هغو کېمیاوي توکو مخه ونیسي چې د نشه یی داروګانو په جوړولو کې کاریږي.

دغه غوښتنې چې افغان حکومت سیمه ییزو او اروپايی هیوادونو ته وړاندې کړي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د سیمه ییزو همکاریو په هغه سند کې هم راغلې وې چې پخوا د بیلابیلو هیوادونو تر منځ لاسلیک شوی و.

۱۲ کاله وروسته افغان حکومت ومنله چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه چې د نړیوالې ټولنې په مرسته تر سره شوې مثبتې پایلې یې نه دي لرلي.

له همدې امله د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت وپتیله چې پخپلو تګلارو کې یو لړ بدلونونه راولي.

په دغو بدلونونو او نوې تګلاره کې افغان حکومت له سیمه ییزو هیوادونو غوښتي چې د استخباراتي معلوماتو پر مټ د نشه یی توکو قاچاق کونکي ونیسي، د نشه یي توکو او کېمیاوي موادو د لیږد په مخنیوي کې دې له افغان حکومت سره مرسته او همکاري وکړي.

د افغانستان د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیر مبارز راشدي نوې جوړه شوې تګلاره د سیمه ییزو او یو شمیر اروپايي هیوادونو استازو ته وسپارله او له هغوی یې غوښتنه دا وه چې د سیاسي لیدلورو پرته دې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې دې له افغان حکومت سره همکاری وکړي.

ښاغلي راشدي وویل د دغې تګلارې په پلي کیدو سره به د نشه يي توکو پر ضد مبارزه تر پخوا زیاته پیاوړې او غښتلې شي.

ده وویل د قوانینو په پلی کولو، د بدیل معیشت او بزګرانو سره د مرستې پر سر چې کومې ستونزې وې د هغو د هواری لپاره هڅې شوي خو په دې اړه یې ډیر جزیات ورنکړل.

د شمېرو له مخې په نړیواله کچه په کال کې د نشه يي توکو ۸۰ ميليارده ډالره سوداګري کېږي، خو د ښاغلي راشدي په باور هغه مرستې چې دغو توکو سره د مبارزې لپاره نړیواله ټولنه په افغانستان کې کوي په نشت برابر دي.

نوموړي نشه يي توکي د سیمه ییزو هیوادونو خلکو ته ستر ګواښ وباله او ورسره د مبارزې په کار کې یې د دغو هیوادونو د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په ملتیا په تیرو ۱۲ کلونو کې میلیونونه ډالر د نشه يي توکو پر ضد مبارزه لګولي، خو لا هم په دغه هیواد کې د نړۍ ۹۰ سلنه نشه يي توکي تولیدیږي.

ورته مطالب