شکایتونو کمېسیون: تر اوسه ۱۱ شکایتونه رسېدلي دي

Image caption د ولسمشر کرزي ورور عبدالقیوم کرزي او د کابل ښار یو شمېر شیعه ګانو د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې له اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایې چې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو له پیله دوی ته ۱۱ ټاکنیز شکایتونه رسیدلي دي.

د دغه کمېسیون د چارواکو په وینا د درغلیو په مخینوي کې تر ټولو لویه ونډه نوماندان لري.

یاد کمېسیون همدارنګه زیاته کړه چې د ټاکنو په دویم پړاو کې رسنۍ کولای شي د رایو له مرکزونو عکسونه واخلي او هېڅ ډول ستونزه به د دوی د عکس او یا هم د فلم اخیستلو په برخه کې نه وي.

بله غاړه د پلامېنې کابل تر څنګ په ځینو لویو ښارونو کې نن هم دواړو نوماندانو خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مخ یوړې.

وړانګه علیزۍ له کابله خپل رپوټ کې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکو له قوله وایي، دوی ته په رسېدلو شکایتونو کې یو یو شکایت په تخار او هرات ولایتونو کې د عبدالله عبدالله پر ټاکنیز ټیم او همدا رنګه یو هم په غور ولایت کې د اشرف غني احمدزي پر ټاکنیز ټیم ثبت شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو د دارلانشا مرستیال ولید اکبر سروري وایي په ټاکنو کې د درغلیو په مخنیوې کې تر ټولو لویه ونډه ولسمشرۍ ته ولاړ نوماندان لوبوي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو په درشل کې کلک امنیتي ګامونه پورته شوي دي. د کابل ښار په ډېرو سیمو کې نوې پوستې او نوي ځواکونو ګومارل شوي، ان تر دې چې د پولیسو د اکاډیمۍ محصلین هم لارو سړکونو ته راوتلي او د موټرو پلټنه کوي.

بله غاړه د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو ته په نژدې کېدو سره د دواړو نوماندانو انتخاباتي سیالیو هم زور اخیستی او لا هم یو شمېر سیاستوال او ټولنې د یو او بل کاندید په ملاتړ غونډې جوړوي.

د اشرف غنې احمدزي ټاکنیزې هلې ځلې د پلازمېنې کابل تر څنګ ځینو ولایتونو ته هم غځیدلې وې.

د دغو هلو ځلو په ترڅ کې د اشرف غنې احمدزي لومړۍ مرستیال عبدالرشید دوستم تخار ته تللی و او د خلکو د ملاتړ خپلولو لپاره یې د خپل ټیم تګلاره بیان کړه.

په یوې بلې پرمختیا کې د ولسمشر کرزي ورور عبدالقیوم کرزي او د کابل ښار یو شمېر شیعه ګانو د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې له اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، چې تر ټاکنو ۴۸ ساعته وړاندې د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې هم پای ته رسېږي.

په پاتې څو ورځو کې به دواړه نوماندان خپلې سیالۍ تر پخوا زیاتې تودې وساتي، خو داسې ښکاري چې له هغه بریده وروسته چې د ښاغلي عبدالله په تبلیغاتي کمپاین تر سره شو، دغه ټاکنیزې مبارزو هم ورسره خپل رنګ بایللی دی.

ورته مطالب