پاکستان پر عبدالله برید کې لاس لرل "رد" کړل

د انځور حقوق AP
Image caption د تېرې جمعې په ورځ د عبدالله عبدالله پر لېږدوونکي موټر او کاروان ځانمرګي برید لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل.

د پاکستان حکومت د افغانستان ولسمشرۍ ته پر نوماند عبدالله عبدالله د تېرې جمعې ورځې په برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ (غبرګولی ۱۹) د افغانستان ملي امنیت شورا وویل چې پر عبدالله برید "بهرنیو استخباراتو" طرحه کړی و.

د تېرې جمعې په ورځ د عبدالله عبدالله پر لېږدوونکي موټر او کاروان ځانمرګي برید لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تسنیم اسلم په یوه ویناپاڼه کې ویلي "موږ په دې برید کې د پاکستان هر راز لاس لرل ردوو".

د افغانستان د ملي امنیت شورا له ولسمشر حامد کرزي سره پخپله غونډه کې وویل چې "د لومړنیو پلټنو پایلو وښوده، چې پر عبدالله برید بهرنیو استخباراتو د پاکستان مېشتې لشکر طیبې ډلې له لارې چمتو کړی و".

لشکر طیبه

لشکر طیبه پاکستان مېشتې سخت دریځه اورپکه ډله ده، چې ډېر ځلې د افغانستان او هند حکومتونو په افغانستان کې پر ځینو بنسټونو په بریدونو کې دغه ډله پړه ګڼلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي "د افغانستان دغه نامسؤولانه ادعاوې پاکستان نهیلی کوي؛ ځکه چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو پر دوستانه اړیکو منفي اغېز کوي".

وړاندې ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ پر عبدالله عبدالله د شوي برید په تړاو د پلټنو لپاره یو کمیسیون ټاکلی و.

په پام کې ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ (غبرګولی ۲۴) وشي، چې دوه مخکښ کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله پکې سیالۍ کوي.

ورته مطالب