"افغانستان ته د واردیدونکو توکو ډېره برخه نه ثبتېږي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ارزونې او څارنې د کمېټې چارواکي وايي له ګاونډیو هیوادونو سره د ګمرکي معلوماتو نه شریکول ګمرکونو کې اداري فساد ته لاره هواروي.

د افغانستان د ارزونې او څارنې خپلواکې کمیټې په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان ته د واردیدونکو توکو یوه زیاته برخه په ګمرکونو کې نه ثبتېږي.

ددغې کمیټې په رپوټ کې ویل شوي چې د با نفوذه کسانو لاس وهنه، په اداري فساد او قاچاق کې د ګمرکونو د مسؤولینو لاس لرل او یو لړ نور ناقانونه کړنې د وارداتي توکو د نه ثبتولو لاملونه دي.

خو د مالیې وزارت دا رپوټ ردوي.

د نوموړې کمیټې مشاور نعمت الله ثایر په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسي زي ته ویلي څیړنې ښيي چې په ۲۰۱۲ کال کې له پاکستانه افغانستان ته د وارد شویو توکو او په ګمرکونو کې د ثبت شویو شمېرو ترمنځ توپیر شته.

ښاغلی ثایر وايي د اشخاصو، ډلو نفوذ، په اداري فساد کې د ګمرکونو د مسؤولینو لاس لرل، قاچاق او نورې ناقانونه کړنې دغه ستونزه لا پراخه کړې ده.

د هغه په وینا له ګاونډیو هیوادونو سره د ګمرکي معلوماتو نه شریکول بل هغه لامل دی چې د افغانستان په ګمرکونو کې اداري فساد ته لاره هواروي.

د اداري فساد په برخه کې دارزونې او څارنې کمیټه په خپل رپوټ کې زیاتوي چې د همدې ستونزې له امله د افغانستان اکثره کمرګي عواید له لاسه ورکوي.

خو د افغانستان د ماليې وزارت دغه رپوټ ردوي او وايي چې په ګمرکونو کې نصب شوی سیستم د هر ډول سرغړونې او لاس وهنې امکان له منځه وړي.

خو د ماليې وزارت ویاند عبد القادر جیلاني بي بي سي ته وویل چې ځینې ستونزې لا هم شته.

د فساد په برخه کې د ارزونې او څارنې کمیټه ټینګار کوي چې په کمرګونو کې د توکو ثبتول، له پاکستان سره د معلوماتو شریکول او له پرمختللو وسایلو کار اخستل په ګمرکونو کې د اداري فساد مخه نیولی شي.

نوموړې کمېټه وړاندیز کوي چې په دې برخه کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره دې د کمیشن کارانو د فعالیت مخه ونیول شي او له ګمرکي سیستمه د ناوړه کار اخستلو مخه دې ډب شي.

ګمرکي عواید د افغانستان د عوایدو دویمه سرچینه بلل کیږي.

افغانستان تېرکال له ګمرکونو ۴۸ ملیارده افغانۍ تر لاسه کړې وې چې د اوړم کال پرتله درې سلنه کمې وې.

ورته مطالب