غزني کې د کندهار پوهنتون استادان تښتول شوي

Image caption وسله والو طالبانو د دغې پېښې په اړه بې خبرې څرګنده کړې

د غزني چارواکي وايي، نامعلومو کسانو د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د کندهار پوهنتون استادان او محصلین تښتولي دي. د کندهار والي ویاند دواخان مینه پال وايي، ټولټال ۳۵ کسان تښتول شوي چې ډېری یې د کندهار پوهنتون استادان او محصلین وو. دغه کسان د کابل کندهار لویې لارې په اوږدو کې له بس ګاډي ښکته کړل شوي، سترګې یې تړل شوې او نامعلومو کسانو له ځان سره بېولي دي.

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، په تښتول شویو کې ۲۵ استادان او نور محصلین دي. بل لور ته د غزني والي مرستیال محمد علي احمدي هم تایید کړه، چې د کندهار پوهنتون یو شمېر استادان او محصلین د اندړو ولسوالۍ په ملا نو بابا سیمه کې د دولت وسله والو مخالفینو تښتولي دي.

تښتول شوي له کندهاره کابل ته د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د رخصتیو لپاره خپلو کورونو ته روان وو.

د نوموړي په خبره له یادو کسانو نه درې یې په یوه بل ګاډي کې ناست وو، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د نښتې پرمهال یې یو کس ټپي شوی دی، خو وايي دغه درې کسان د تښتوونکو له منګولو خلاص شوي. بل لور ته وسله والو طالبانو د دغې پېښې په اړه بې خبرې څرګنده کړې.

ورته مطالب