د وزیرستان بې ځایه شوي خوست ته کډوال شوي

د انځور حقوق
Image caption عید رحمن وویل چې دوی ته وسله والو طالبانو هم وویل چې د پاکستاني کمپونو پرځای افغانستان ته ولاړ شي.

د ډیورنډ له پولې ها خوا شمالي او جنوبي وزیرستان له تېرې یوې لسیزې راهیسې د نړیوالو خبري رسنیو د خبرونو سرټکي جوړوي.

د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه، حقاني شبکه، د پاکستاني طالبانو د مشرانو شتون، د دوی وژنې، له پاکستان دولت سره د دوی معاهدې، د معاهدو ماتیدل،پر پاکستاني ځواکونو ډول ډول بریدونه او د دوی یرغمل نیول، د امریکايي پوځي بریګډال په ګډون د کورنیو او بهرنیو بندیانو ساتنه، افغانستان ته د جنګیالیو راوښتل، او داسې نورې نړیوال ارزښت لرونکې خبرې.

په خوست کې زموږ همکار الیاس وحدت وايي، یادو کیسو ته په پام سره وار له مخه د کتونکو اټکل دا وو چې یوه ورځ به دغه سیمه د ټکرونو او ټکانونو شاهده وي او وبه لړزیږي.

له تېرو درو اوونیو راهیسې له همدې وېرې خوست د کډو بهیر رامات شوی دی.

په کډوالو کې زیاتره هغه افغانان دي چې تراوسه یې هم هلته ژوند کولو خو ترڅنګ یې سلګونه هغه کورنۍ هم راواوښتې چې د پاکستان تابعیت لري او د شمالي وزیرستان اصلي اوسیدونکي دي.

راوښتي کډوال وايي چې ډیورنډ پولې نږدې پرته پاکستاني پوځیان هڅه کوي چې افغانستان ته د راتلونکو کډوالو مخه ونیسي خو بیا دغه بهیر اوس هم روان دي.

خوست له قبایلو سیمو سره د مشهورو عامو لارو ترڅنګ لسګونه قاچاقي لارې هم لري چې د دواړو دولتونو سرحدي ځواکونو ته کنټرول ګران.

دغه لارې له تېرو درو لسیزو راهیسې د جنګیالیو د اوښتو او راوښتو لارې پاتې شوي او نن سبا راوښتونکي کډوال یې هم کاروي او له تېرو درو اوونیو راهیسې پرې تراوسه سلګونه کورنۍ راوښتي دي.

راوښتي سلګونه کورنۍ د ورڅیرمه ګربزو ولسوالی اوسیدونکو سره په څو کلیو کې په کورونو کې میشتې دي.

د ګربزو ولسوال محمداکبر ځدران بي بي سي ته وویل چې تر اوسه یې دوه سوه پاکستانۍ کډوالې کورنۍ ثبت کړي دي:

''د کورنیو د راوښتو بهیر لا هم راروان دی او موږ یې څارو، ثبتوو، اړتیاوې یې معلوموو او رپورونه یې اړوندو مراجعو ته ورکوو''.

راوښتي کډوال وايي چې هلته په شمالي وزیرستان کې روانو کړکیچنو حالاتو دې ته اړ کړل چې کلي او کورونه پریږدي او افغانستان ته را کډه شي.

دوی وايي چې د پاکستاني پوځیانو له تیاریو داسې معلومیده چې په شمالي وزیرستان کې به عملیات او درنه جګړه پیل شي.

د ګربزو ولسوالی د بوریخیلو په کلي کې د میشتو لسګونه کورنیو په استازیتوب یو تن کډوال عیدرحمن چې د میرانشاه د تبۍ له سیمې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې تش لاس راوتلي او یواځې سرونه یې راخلاص کړي دي.

''هلته بمبار کیږي، د توپونو ډزې کیږي، له کوم ځای نه چې پر پوځیانو ډز وشې همغه ټوله سیمه ولي، دې ته نه ګوري چې څوګ لګیږي''.

نوموړي وویل چې دوی ته وسله والو طالبانو هم وویل چې د پاکستاني کمپونو پر ځای دې افغانستان ته ولاړ شی.

دی وايي چې ګربزو په خپلو کورونو کې د میلمنو په څير ځایونه ورکړي او تراوسه د خوراک او څښاک په ګډون د ژوند ټولې اسانتیاوې ورته همدې ګربزو کورنیو برابرې کړي دي.

عیدرحمن وايي چې افغان دولت یې تود هر کلی کړی او هیله یې وښوده چې په ټولو برخو کې به ورسره مرسته وکړي.

''موږ تش لاس راغلي یو او د ژوند د تیرولو او تامینولو لپاره هر ډول مرستو ته اړتیا لرو او، دولت مو پوښتنه کړې ده او ان شاالله مرستې به راسره وکړي''.

له راوښتو کډوالو سره تراوسه افغان دولت او خیریه ادارو مرسته نه ده کړې خو ولسوال ځدران وویل د اسانتیاو د برابرولو په موخه د دولت هڅې روانې دي.

نوموړي د خوست د ولایت په مقام کې په همدې اړه د بیړنۍ غونډې د جوړیدو خبر ورکړ.

''د ولایت مقام له لورې یو شمیر ادارو ته دنده ورسپارل شوې ده چې ټول راوښتي کډوال او د دوی اړتیاوې تثبیت کړي، د میشتیدو لپاره یې سیمه په ګوته شوې ده او نن چهارشنبه به اړوندې ادارې د والي صیب په مشرۍ ګډه او تصمیم نیوونکې غونډه وکړي''.

د پاکستاني کډوالو له راوښتو سره یو ډول اندیښنې هم ملګري دي، په وزیرستان کې ماشومانو ته له کلونو راهیسې د ګوزڼ پر ضد واکسین نه دي ورکړل شوي او د همدې ناروغۍ مثبې پېښې لري.

اوس راوښتونکو کډوالو ته پر پوله واکسین ورکول کیږي خو دغه لړۍ منظمه نه ده او ګڼ ماشومان همداسې بژ واکسینه راتېر شوي دي.

سیمه والو او کډوالو وړاندیز کولو چې هر څومره ژر چې کیدلی شي د واکسینو لړۍ دې ورته پیل شي.

له وزیرستان نه رارسیدلي ریپوټونه وايي چې هلته په سیمه کې ګرځبندیز دی او سیمه وال وتلو ته نه پریږدي او له همدې امله له راز راز ستونزو سره مخامخ دي.

یو کډوال بي بي سي ته وویل چې یو شمیر ناروغانو په بستر کې ساه ورکړې ده.

ورته مطالب