قطب الدین هلال له اشرف غني ملاتړ اعلان کړ

د انتخاباتي منډو ترړو په وروستۍ ورځ قطب الدین هلال له اشرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ او د هغه دویم نوماند مرستیال محمد علي نبي زاده له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوځای شو.
د عکس تشریح،

د انتخاباتي منډو ترړو په وروستۍ ورځ قطب الدین هلال له اشرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ او د هغه دویم نوماند مرستیال محمد علي نبي زاده له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوځای شو.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ټاکنيزو منډو ترړو په وروستۍ ورځ په پلازمینه کابل او نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر غونډې وشوې.

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو نوماند قطب الدین هلال له اشرف غني احمدزي او د هغه دویم نوماند مرستیال محمد علي نبي زاده له نوماند عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې قطب الدین هلال شاخوا درې سلنه رایې ګټلې وې.

د ټاکنیزو هلو ځلو په وروستۍ ورځ د کمپاین کولو بڼه د نورو ورځو په څیر نه وه.

له کابله سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې وايي د ټاکنیزو منډو ترړو په وروستۍ ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو او پلویانو یې له لمر خاته سره سم د خلکو رایو د خپلولو لپاره هلې ځلې پيل کړې.

د نوماند اشرف غني احمدزي سلګونه پلویانو په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې په نسبتآ نوې بڼه خپل ټاکنیز کمپاین ته دوام ورکړ او واټونو کې د موټرو له لارې یې د خلکو د رایو د خپلولو هڅه وکړه.

خو خپله نوماند اشرف غني احمدزي له خپلو دوه مرستیالانو سره دایکنډي ولایت او د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ ته ولاړل.

ښاغلي احمدزي د دایکنډي له اوسیدونکو سره د بیارغاونې او پوهنې په برخه د پرمختګ رامنځته کولو ژمنې وکړې.

د لومړي پړاو ټاکنو نوماند قطب الدین هلال له نوماند اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

نوماندانو د مخامخ لیدنو او غونډو ترڅنګ د ټېلېفون پر مټ هم خلکو ته پيغامونه ورسول چې په ټاکنو کې دوی ته رايه ورکړي.

د بل نوماند عبدالله عبدالله او د هغه د ملاتړو هڅې بیا تر ډېره په پلازمېنه کابل کې راغونډې وې.

د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې د نوماند قطب الدین هلال دویم نوماند مرستیال محمد علي نبي زاده له ښاغلي عبدالله د ملاتړ اعلان وکړ.

ښاغلي عبدالله دغه ګام د ملي یو والي په برخه کې مهم وباله.

په همدې حال کې د ټآکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند نادرمحسني له نوماندانو وغوښتل چې د چپتیا د پړاو درناوی وکړي.

اخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني بیا ګواښ وکړ که پر دندو نوي ګمارل شوي کسان درغلي وکړي نو څارنوالۍ ته به معرفي شي.

ښاغلي نورستاني له دولتي چارواکو وغوښتل چې په ټاکنو کې بې پرې پاتې شي.

هغه پر خلکو غږ وکړ چې راتلونکې شنبه (د غبرګولي/جوزا ۲۴مه) د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې پراخ ګډون وکړي.