''ګاونډيان دې د ټاکنو امنيت کې مرسته وکړي''

د انځور حقوق AFP
Image caption يان کوبيش وايي د ټاکنو لومړي پړاو کې نيمګړتياوې وې او هیله ده چې دا ځل لرې شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازی يان کوبېش د افغانستان پر ګاونډيانو غږ وکړ، چې په سوله ييز ډول د افغان ټاکنو په ترسره کېدو لپاره مرسته وکړي.

ښاغلي کوبېش له دوی وغوښتل که افغان چارواکي ترې مرسته وغواړي، اړينه همکاري دې وکړي.

افغان ولس ته د يان کوبيش پيغام دا و، چې خپله راتلونکې د خپلې پرېکړې پر بنسټ وټاکي، ځکه نور څوک په دې اړه پرېکړه نه کوي او نه چا ته اجازه ورکول کېږي.

ده له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د هوا د وضعيت او امنيتي ننګونو پروا و نه کړي او خپله رايه وکاروي.

ښاغلي کوبيش په خپلو څرګندونو کې خلکو ته وويل چې د خپل ځان، خپلو ماشومانو او خپل هېواد برخليک پخپله رايه وټاکي.

يان کوبيش دغه راز پر دواړو نوماندانو غږ وکړ چې د يوه سياستوال او د يوه افغان وګړي په توګه خپل مسووليتونه وپېژنې او دا سې څه ونه کړي، چې د ګډوډيو لامل شي.

ده له مخکښو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وغوښتل چې د ټاکنيزو کمېسيونونو کار ته درناوی وکړي او له وخته وړاندې د پايلو له خپرولو ډډه وکړي.

ښاغلي کوبيش وويل داسې کړنې کولای شي وضعيت ګډوډ کړي او د خلکواحساسات راوپاروي چې په خبره يې دا د هېواد په ګټه نه دی.

ده د ټاکنو د دويم پړاو کمپاين ښه وباله او دواړو نوماندانو ته يې مبارکي ورکړه، چې ويې کولای شول په ښه ډول خپلې تګلارې او پروګرامونه په ټول هېواد کې خلکو ته ورسوي.

ټاکنو کې درغلي

يان کوبيش وويل سره له دې چې په ټاکنيزو منډو تړرو کې ځينې څرګندونې د کمپاين له معيارونو سره برابرې نه وې، خو په خبره يې کچه يې ډېره پراخه نه وه.

ښاغلي کوبيش په ټينګه وويل، نوماندان بايد خلکو ته ووايي چې په رايه اچونه کې برخه واخلي او د دوی په نوم درغلي و نه کړي.

د نوماندانو ملاتړو ته د ده پيغام دا و چې په ټاکنو کې پخپله درغلي و نه کړي او نورو ته هم د دې زمينه برابره نه کړي چې درغلي وکړي.

دی وايي د کانديدانو ملاتړي بايد د ګواښونو، ويرولو او لاسوهنې مخنيوی وکړي او هڅه وکړي چې خلک په خپله خوښه راتلونکی ولسمشر وټاکي.

د ملګرو ملتو ځانګړي د نوماندانو هغو پلويانو ته چې د ټاکنو کمېسيونونو، دولتي او امنيتي ادارو کې کار کوي سپارښتنه وکړه، چې د رايې کارولو حق لري، خو نه بايد د کوم ځانګړي کانديد په ګټه کار وکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټاکنو کمېسيون وايي د دويم پړاو ټاکنو ته چمتووالی په بشپړېدو دی

د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو ته د ښاغلي کوبيش وړانديز دا و، چې په مرکز، ولايتونو او ولسواليو کې پر خپلو مسووليتونو خبر وي او خپله بې طرفي په بشپړه توګه وساتي.

ده د کمېسيون له کاروونکو وغوښتل چې د زورواکو تر نفوذ لاندې را نه شي، د نوماندانو له استازو سره مرسته وکړي او د مشخص نوماند په ګته کار و نه کړي.

يان کوبيش پر ټاکنيزو کمېسيونونو غږ وکړ د نوماندانو او خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره د کانديدانو سپارښتونو او وړانديزونو ته غوږ ونيسي او شته ستونزې لرې کړي.

ده وويل هغه اندېښنې چې کورني او نړیوال څارونکي او د نوماندانو ملاتړي يې لري بايد د ټاکنو کمېسيون له لوري لرې شي.

ښاغلي کوبيش وويل د ټاکنو لومړی پړاو له يو لړ نيمګړتياوو سره مل او هیله دا ده چې دا ځل دا نيمګړتياوې تکرار نه شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنې د اپريل پر پنځمه تر سره شوې او د دويم پړاو ټاکنې به يې د جون مياشتې پر ۱۴مه نېټه وشي.

ورته مطالب