طالبان د بې پیلوټه الوتکې 'غورځولو' ادعا کړې

غزنی
Image caption د کابل – کندهار پر لویه لار غزنی تر ډېره ناامنه ولایت دی

د غزني ښار ته څېرمه سیمه ییزو خلکو ویلي، د پنجشنبې پر ورځ یوه بې پیلوټه الوتکه راولوېده، وسله والو طالبانو ویلي، الوتکه دوی راغورځولې ده.

خو د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، داسې کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ځینو رسنیو ته ویلي، چې د غزني ښار ته څېرمه په "نوغي" کلي کې یې جنګیالیو یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده.

د صفت الله په نامه د نوغي یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي "دلته د کلي په فضا یوه بنګنه الوتکه چورلېده، ناڅاپه راټيټه او غږ یې ورک شو، د کلي په کوزه خوا کې دوړه شوه. کله چې ورغلم طالبانو له ځانه سره د شلګرو خوا ته وړې وه".

خو د غزني د والي ویاند ننګ ساپی وايي، داسې کومه پېښه نه ده شوې.

نوغی د غزني ښار ته څېرمه د مرکز یوه سمسوره او اړوند سیمه ده.

په غزني کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزی وايي، نوغی یوه ناامنه سیمه ده، چې ډېری وخت پکې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه وي.

دی وايي، په تېرو دوولسو کلونو کې نوغی د غزني ښار ته څېرمه تر ټولو ناامنه سیمه وه.

څه موده وړاندې په همدې سیمه کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د کندهار یوه استازې فریبا احمدي وسله والو وتښتوله.

تر اوسه بهرنیو ځواکونو هم په دې اړه د رد یا تایید خبره نه ده کړې.

ګیلان

بل خوا د غزني د والي ویاند وايي، د غزني ګیلان ولسوالۍ کې د شپې مهال طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړي.

ننګ ساپی وايي، درو "ځانمرګو" برید کوونکو غوښتل د شپې مهال یوې پوستې ته ننوځي، خو د پولیسو له خوا درول شوي دي.

دی وايي، دوو ځانمرګو ځانونه چوولي، او درېیم یې د پولیسو په ډزو وژل شوی.

نوموړی وايي، په برید کې دوه سیمه ییز پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کابل – کندهار پر لویه لار غزنی تر ډېره ناامنه ولایت دی، چې درې ورځې وړاندې په کې د کندهار پوهنتون تر ۳۰ ډېر استادان او محصلینوتښتول شول.

ورته مطالب