له وزیرستان خوست ته تر ۶۰۰۰ ډېر خلک کډه شوي

وزیرستاني کډوال
Image caption د خوست چارواکي وايي، تر دې مهاله دغه ولایت ته ټول ټال ۶۶۴۲ کډوال ورغلي، چې ۱۴۹۲ پکې ماشومان، ۶۰۶ لویان او ۵۴۲ ښځې دي.

د افغانستان سوېل ختيځ خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان له ناامنیو خوست د راوښتو کډوالو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، هره ورځ لسګونه کورنۍ د ډیورنډ له کرښې دېخوا کډه کېدو ته اړ کېږي.

د تېرې چارشنبې په ورځ هم خوست ته له وزیرستان نه ځینې کورنۍ کډه شوې وې.

د خوست چارواکي وايي، تر دې مهاله دغه ولایت ته ټول ټال ۶۶۴۲ کډوال ورغلي، چې ۱۴۹۲ پکې ماشومان، ۶۰۶ لویان او ۵۴۲ ښځې دي.

د خوست د کډوالو چارو رییس محمد محسن وايي، ځینو کډوالو ته یې لومړنۍ مرستې رسولې دي، خو د کډوالو د شمېر په ډېرېدو له حکومته د نورو مرستو غوښتنه کوي.

که څه هم وزیرستان کې د نارامیو له کبله ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه دی ورکړل شوی، خو د خوست روغتیايي چارواکي وايي، دوی کډوالو شویو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ځینې ټیمونه چمتو کړي دي.

دوی وايي، تر اوسه یې یو شمېر کډوالو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي، چې دا لړۍ به دوام وکړي.

Image caption یو کډوال بي بي سي ته وویل چې یو شمیر ناروغانو په بستر کې ساه ورکړې ده.

خوستوالو ژمنه کړې ده، کډوالو وروڼو ته به د اوسېدو ځایونه ورکړي.

که څه هم د دغو کډوالو د نوملیکنې رسمي اداره نه شته، خو د خوست چارواکي وايي، د ثبت لپاره یې باید ځانګړی مرکز جوړ شي.

له وزیرستان نه رارسیدلي ریپوټونه وايي چې هلته په سیمه کې ګرځبندیز دی او سیمه وال وتلو ته نه پریږدي او له همدې امله له راز راز ستونزو سره مخامخ دي.

یو کډوال بي بي سي ته وویل چې یو شمیر ناروغانو په بستر کې ساه ورکړې ده.

ورته مطالب