د ټاکنو پر ورځ ټوله پکتیا کې اربکي راوځي

د انځور حقوق b
Image caption خلک به له هر ډول ويرې او ډار پرته په ټاکنو کې ګډون وکړئ

د پکتيا قومي مشرانو او ولسونو پرېکړه وکړه چې د راتلونکو ټاکنو ورځې لپاره به په ټولو ولسواليو او سيمو کې د ښه امنيت په موخه قومي اربکي راباسي.

د افغانستان په ملي شورا او ولايتي شورا کې د پکتيا د خلکو استازو له پکتيا قومي مشرانو سره په ګډه پرېکړه وکړه، چې په ښه ډول د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره به له پخواني دود سره سم چې په پکتيا کې تاریخي شاليد لري، قومي اربکي راوباسي.

په يوه خبري ناسته کې د ځدراڼو د قوم مشر پاچا خان ځدراڼ وويل، چې د کلکو امنيتي تدابېرو نشتوالي دې پرېکړې ته اړ کړل چې قومي اربکی راوباسي:

”موږ داپرېکړه کوو چې امنيت په مشکلو کې دی، موږ څو څو واره قول اردو قومندان سره خبرې کړې دي چې امنيتي تدابير ونيسي، خو امنيتي تدابير يې نه ښکاري، نو ځکه موږ وايو چې د رايو نه محروم نه شو نو بايد قومي اربکي راوباسو او نر او ښځې به رايه کارونې ته راوځي “ .

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي نواب منګل هم وويل، چې دوی د لا ښه امنيت ټینګولو په موخه دا کار کړی دی چې د قومي جوړښت له مخې به اربکي را باسي.

هغه په ټينګار په پکتياوالو غږ وکړ چې له هر ډول ويرې او ډار پرته دې په ټاکنو کې ګډون وکړي: ”دا د قومونو پرېکړه ده چې موږ به قومي اربکي راوباسو، د دې ملي ورځې لپاره به امنيت ساتو “.

په سويل ختيځ زون کې د ۲۰۳ نمبر قول اردو د رسنيو دفتر وايي، دوی د پکتيا ټولو سیمو ته خپل سرتيري د ټاکنو د امنيت خوندیتوب په موخه لیږلي او دا لړۍ لا روانه ده.

د دغه دفتر مشر ډګروال احمد جان بي بي سي ته وويل، د امنيت ساتلو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري:

” موږ د ټولې پکتيا امنيت ساتلی شو، هېڅ مشکل نه لرو ، زموږ سربازان ټولو منطقو ته رسيدلي او د انتخاباتو لپاره امنيت نیسي، خلکو ته ډاډ ورکوم چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي “.

د پکتيا قومونو او ولسونو په ګډه هوډ وکړ چې دوی به د غبرګولي په څلرويښتمه نېټه په ټاکنو کې نر او ښځې ګډون کوي او خپل امنيت به د افغان ملي امنيتي ځواکونو ترڅنګ د قومي اربکيو پر مټ ساتي.

ورته مطالب