"خلک دې په ډاډه زړه خپله رایه وکاروي"

د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي په یوې خبرې غونډې کې ټینګار وکړ چې ملي پولیس به په ټآکنو کې بې پرې وي.

د افغانستان امنيتي ارګانونه وايي د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو لپاره یې اړین امنیتي ګامونه پورته کړي او خلک کولای شي په ډاډه زړه خپله رایه وکاروي.

د افغان پوځ لوی درستیز شیر محمد کریمي د وسله والو مخالفینو له خوا شوي ګواښونه تبلیغاتي هڅې وبللې خو وايي د مخالفینو هر ډول ګواښ ته په جدي سترګه ګوري.

د ملي امنیت چارواکي بیا وايي په وروستیو عملیاتو کې تر ډېره د وسله والو مخالفینو پلانونه شنډ شوي دي.

له کابله سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې وايي د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو یوه ورځ وړاندې د افغان د امنیتي ځواکونو چارواکو په بېلابېلو خبرې غونډو کې هڅه وکړه چې خلکو ته ډاډ ورکړي چې د ټاکنو لپاره یې امن فضا رامنځته کړې ده.

د افغان ملي پوځ لوی درستیز شیر محمد کریمي وویل "وسله والو مخالفینو د راتلونکو ټاکنو د ګډوډولو لپاره ډیرې هڅې کړي چې ډېره برخه یې تبلیغاتي بڼه لري خو له دې سره سره ملي پوځ هر ډول امنیتي ننګونو ته د ځواب ویلو لپاره تیاری نیولی او د مخالفینو ګواښونو ته په جدي سترګه ګوري."

څو ساعته وروسته د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی، د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرست رحمت الله نبیل او د ملي پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان مراد علي مراد په یوه بله خبرې غونډه کې راښکاره شول.

د کورنیو چارو وزیر ټینګار درلود چې ملي پولیس به په ټاکنو کې بې پرې وي.

هغه پر خلکو غږ وکړ چې د وري د ۱۶مې نیټې د ټاکنو په څېر دا ځل هم په ډاډه زړه ووځي او خپله رایه وکاروي.

ښاغلي داودزي زیاته کړه چې دا ځل تر ډېره بهرني وسله وال د ټاکنو د ګډوډولو لپاره ګومارل شوي دي.

افغان چارواکي وايي که څه هم پاکستان د ټاکنو په ورځ د امنیت ډاډ ورکړی خو په عمل کې څه نه دي لیدل شوي.

د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرست رحمت الله نبیل وویل د دغه ریاست منسوبینو په تېرو څو ورځو کې اغیزمن عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د وسله والو مخالفینو پلانونه شنډ شوي دي.

بل لورته په کابل ښار کې امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر وايي امنیتي اجرائات به سبا (د ټاکنو په ورځ) لا پسې سخت شي او د ولایتونو ترمنځ به له ځینو استثنايي حالاتو پرته پر تګ راتګ بندیز ولګول شي.

ورته مطالب