"لسگونه ټاکنيز شکايتونه مو ترلاسه کړي"

Image caption احمد يوسف نورستاني: هغو مرکزونو ته چې رايې پاڼې په کې ختمې شوې وي اوس نورې پاڼې لېږدول شوې دي

د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون چارواکي وايي دوى تر اوسه د سر غړونو لسگونه شکايتونه ثبت کړي دي. چارواکي وايي دا شکايتونه تر ډېره د رايې پاڼو د کمېدو او د ټاکنو په بهير کې د زورواکانو د لاسوهنې په تړاو دي.

بل لوري ته د رايو له ځينو مرکزونو نه د رنگ د ټيټ کيفيت په تړاو رپوټونه رسېدلي دي خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي دا خبره نه مني.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر احمد يوسف نورستاني لږ وړاندې د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې خبريالانو ته وويل هغو مرکزونو ته چې رايې پاڼې په کې ختمې شوې وي اوس نورې پاڼې لېږدول شوې دي. نوموړي وويل د کميسيون هر هغه چارواکى چې د يوۀ نوماند په گټه کار وکړي نو قضايي چارواکو ته به وپېژندل شي.

له ټينگو امنيتي تدابيرو سره سره د افغانستان له بېلابېلو برخو نه د تاوتريخوالي ځينې خبرونه راسېدلي خو چارواکي وايي داسې نه دي چې د ټاکنو بهير دې گډوډ کړاى شي.

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې د رايو مرکزونه د سهار په اووۀ بجو پرانيستل شول.

په داسې حال کې چې ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي ميليونونه افغانان د رايو مرکزونو د باندې په اوږدو ليکو کې ولاړ دي او د خپل نوبت انتظار کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم خپله رايه وکاروله او پر خلکو يې غږ وکړ چې په خپل لاس د خپل هېواد برخليک وټاکي ښاغلي کرزي وويل "ستاسو رايه د افغانستان ښې راتلونکې، ښه حکومت او يوۀ ښه ژوندانه ته لاره پرانيزي."

ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند اشرف غني احمدزي د پلازمېنې کابل په حبيبيې ليسې کې رايه واچوله او له رايې اچونې وروسته يې وويل " زه قانون ته غاړه ږدم او هیله لرم ډاکټر صاحب عبدالله هم ورته کار وکړي."

د ښاغلي غني سيال ډاکټر عبدالله عبدالله هم خپله رايه د کابل په استقلال ليسه کې وکاروله. ښاغلي عبدالله وويل د درغلۍ له لارې ترلاسه شوې ان يوه رايه هم نه غواړي او زياته کړه چې که بريالى شي نو د ټولو په گډون به حکومت جوړوي.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزې ډلې وياند حميدالله فاروقي بي بي سي ته وويل دوى داسې اسناد تر لاسه کړي چې په ځينو ولايتونو کې امنيتي ځواکونو په تاکنو کې لاسوهنه کړې.

د ولسمشريزو ټاکنو دواړو مخکښو نوماندانو ژمنه کړې چې د فساد پر ضد به مبارزه کوي او له لوېديځ سره به د اړيکو د ښه کولو لپاره گام واخلي.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ټاکنو په لومړي پړاو کې تر نورو اووۀ نوماندانو ډېرې رايې وړې وې

د ولمسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې شاوخوا اووه ميليونه کسانو خپلې رايې وکارولې.

اشرف غني احمدزی، عبدالله عبدالله، زلمی رسول، عبد رب الرسول سياف، قطب الدين هلال، ګل اغا شيرزی، داود سلطان زوی، هدايت امين ارسلا د لومړي پړاو نوماندان وو.

د افغانستان د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنې د وري/حمل پر ۱۶ ترسره شوې.

دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې واک په سياسي ډول له يوۀ ولسمشر نه بل ولسمشر ته په سوله ييز چاپيريال کې لېږدول کېږي

په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ ميليونه کسان د رايې کارولو وړ بلل شوي او دغه کسان به د رايې ورکولو په شاوخوا ۶۰۰۰ مرکزونو کې خپلې رايې وکاروي

ورته مطالب