م. م: ټاکنيز کمېسيونونه دروند مسووليت لري

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون د ټاکنو دويم پړاو ترسره کېدو له امله افغانانو ته مبارکي ويلې او د ښځو او نارينه و ګډون يې د خپل هېواد له برخليک سره د دوی ژمنه بللې ده.

ښاغلي بان د افغانستان د ټاکنيزو کمېسيونونو او ناظرانو په ګډون د افغان سرتېرو او ټولو امنيتي ځواکونو چې په ټاکنو کې يې ونډه لرله ستاينه وکړه.

بانکي مومن په هغه اعلاميه کې چې د ملګرو ملتو سازمان له لوري خپره شوې ويلي: ''اوس د ټاکنيزو کمېسيونونو دنده ده، چې د رایې ورکوونکو رايې وشمېرپ او هغه په بې پرې او روڼ ډول په ټاکلي وخت اعلان کړي. نوماندان او د هغوی ملاتړي هم بايد د کمېسيون کارونو ته درناوی وکړي''.

ملګرو ملتونو په ټاکنو کې د ښځو او نارينه و ونډه پراخه وبلله او دا يې په دموکراتيک ډول له يوه ولسمشر نه بل ولسمشر ته د واک لېږد په برخه کې لويه لاسته راوړنه وبلله.

يان کوبيش: زړور افغانان

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی يان کوبيش په کابل کې ويلي د لومړي پړاو په څېر خلکو خپل عزم او زړورتيا نړیوالو ته وښووله او پرېکړه يې وکړه، چې خپله راتلونکې په خپله ټاکي.

په کابل کې د ملګرو ملتو له دفتر يوناما نه په خپره شوې اعلاميه کې د ښاغلي کوبيش له قوله ويل شوي: ''د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د شکايتونو د اورېدو کمېسيون دروند مسووليت لري چې رايې په شفاف او مسوولانه ډول وشمېري، په منظم ډول شکايتونه وڅېړي او د ټاکنو پايلې په شفاف ډول اعلان کړي''.

ښاغلي کوبيش له دواړو نوماندانو او د هغوی له پلويانو وغوښتل چې د ټاکنيزو کمېسيونونو پرېکړو ته درناوی وکړي او ''له بې بنسټه تورونو ډډه وکړي او د رسمي پايلو له اعلان وړاندې ادعاوې و نه کړي''.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې چې د جون پر ۱۴مه وشوې له نړیوالو غبرګونونو سره ملې وې.

ډېری نړیوالو سازمانونو او د افغانستان لويديځو متحدينو دغه ټاکنې بريالۍ وبللې او ټاکنيزو کمېسيونونو نه يې وغوښتل چې په نورو پړاوونو کې په خپل کار کې روڼوالي، مسووليت او بې پرېتوب ته پام وکړي.

دوی دغه راز له نوماندانو غوښتي، چې د ټاکنيزو کمېسيونونو پرېکړو ته درناوی وکړي.

حامد کرزی

د انځور حقوق AFP l Getty Images
Image caption ښاغلي کرزي وویل افغانانو د رایو په کارولو سره افغانستان بریالی کړ

افغان ولسمشر حامد کرزي د رايې ورکولو له بهير څو ساعته وروسته په يوه ويډيويي پيغام کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون د هېواد د ټيکاو او نېکمرغۍ لپاره يو ټينګ ګام وباله.

ښاغلي کرزي چې د ولسمشرۍ دورې ايله دوه مياشتې يې پاتې دي وويل سره له دې چې ځينو کسانو هڅه کوله د افغانستان ټاکنې ګډوډې کړې، خو امنيتي ځواکونو د سر په بدله د ټاکنو له بهير او خلکو دفاع وکړه.

ښاغلي کرزي زياته کړه ټاکنې د ملکيانو له مرګ ژوبلې او وسلوالو بريدونو سره سره ترسره شوې او خلکو د رايو په کارولو سره افغانستان بريالی کړی.

امريکا: افغانانو زړورتيا وښووله

Image caption ښاغلي کنېنګهم د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا وستایله

په کابل کې د امريکا سفارت هم د افغانستان د دويم پړاو ټاکنو په تړاو افغانانو ته مبارکي ورکړه او هغه يې د سوله ييزې او دموکراتېکې راتلونکې لپاره د افغانانو ژمنه وبلله.

د امريکا سفير جيمز کنېنګهم ويلي ټاکنو کې د افغانانو ګډون د طالبانو ګواښونو او تاوتريخوالي پر وړاندې زړورتيا وښووله.

ده وويل چې امنيتي ځواکونو هم خپله وړتيا وښووله او خلکو ته چاپيریال برابر کړ چې خپله رايه وکاروي.

ښاغلي کنېنګهم د مبارکۍ په خپل پيغام کې زياته کړې: ''اوس بايد د ټاکنو کمېسيونونه په بې پرې، شفاف او مسوولانه ډول کار وکړي. تېروتنې او سرغړونې بايد وڅېړل شي او نوماندان دې له بې ځايه نيوکو او د مخکښ کېدو له ادعاو ډډه وکړي''.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هم د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو په اړه خپل غبرګون ښوولی ويلي يې دي په راتلونکو اوونيو کې د ټاکنيزو کمېسيونونو کار ځانګړی ارزښت لري.

ښاغلي کېري ويلي د رايې شمېرلو، شکايتونو اورېدو او څېړلو او د رڼو پايلو اعلان بايد شفاف او مسوولانه وي.

دی وايي په دې برخه کې بايد د دواړو نوماندانو ټاکنيز کمپاينونه او پلويان له ټاکنيزو کمېسيونونو سره همکاري وکړي او پرېکړو ته يې درناوی وکړي.

دواړو امريکايي لوړپوړو دپلوماتانو ويلي، هېواد يې د افغانستان له راتلونکي ولسمشر سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

برتانيا

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي هېګ وويل افغانان بايد په خپلو لاسته راوړنو ووياړي

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ویليم هېګ د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره پراخه بللې او ويلي يې دي چې په ټاکنو کې د خلکو ونډې نړیوالو ته وښوده چې افغانان د خپل برخليک په اړه خپله پرېکړه کوي.

ښاغلي هېګ وويل افغانان بايد په خپلو لاسته راوړنو ووياړي، ځکه افغانانو خپله ارده د ګواښونو او تاوتريخوالي پر وړاندې ونه بايلله.

ده هم په خپل پيغام کې د نوماندانو او د هغوی له پلويانو غوښتي چې د ټاکنو د لومړي پړاو په څېر وړتيا او زغم وښيي.

ښاغلي هېګ وويل په اوسني پړاو کې دا هر څه د افغانستان د ټيکاو او ملي وحدت لپاره اړين دي.

ده وويل هېواد به يې د افغانستان له هر هغه ولسمشر سره همکاري وکړي چې خلکو ټاکلی دی.

پاکستان

د پاکستان حکومت د دويم پړاو ټاکنې چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ وشوې بريالۍ وبللې او د افغانستان خلکو ته يې مبارکي وويله.

په هغه خبر پاڼه کې چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په رسمي پاڼه خپره شوې راغلي: ''افغانانو يو ځلې بيا وښوده خپل برخليک له دموکراتيکې لارې ټاکي''.

په خبر پاڼه کې دغه راز راغلي چې پاکستان د ټاکنو د ملاتړ لپاره له خپلې ژمنې سره سم پر پوله امنيتي تدابير پياوړي کړي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په نورو پړاوونو کې د ټاکنيزو کمېسيونونو پر وړاندې سخت مسووليتونه پراته دي.

جرمني: ټاکنيز بهير نه دی خلاص

په کابل کې د جرمني سفارت د ټاکنو دويم پړاو په اړه افغانانو ته مبارکي ويلې او امنيتي ځواکونو او د ټاکنو بنسټونو نه يې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره مننه کړې ده.

د جرمني سفارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د جرمني سرپرست سفير په کابل کې ۱۳ مرکزونو ته ورغلی او دغلته يې د خلکو حضور او د رايې ورکولو بهير له نژدې ليدلی.

د جرمني سفارت چارواکي ويلي چې امنيتي ځواکونو اړين ګامونه پورته کړي او په سختو حالاتو کې يې د رايې ورکوونکو لپاره امنيت نيولی وو.

د جرمني سفارت ويلي د ټاکنو بهير پای ته نه دی رسېدلی نور پړاوونه يې پاتې دي او دواړه نوماندان او پلويان يې بايد له زغم نه کار واخلي.

اروپايي ټولنه

اروپايي ټولنې هم د افغانستان د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو په اړه د افغانستان خلکو ته مبارکي ويلې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفير فرانز ميشل ميليبن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې افغانانو دموکراسۍ ته رايه ورکړه.

په پيغام کې ليکل شوي چې اوس د ولسمشرۍ د نوماندانو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او شکايتونو کمېسيون کار دی چې مسوولانه عمل وکړي.

ورته مطالب