کندهار کې ۱۵ ساعته وروسته ۴ بریدګر وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption امنیتي چارواکي وايي، پېښه کې درې پولیس وژل شوي دي.

په سوېلي ښار کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، هغه څلور وسله وال له ۱۵ ساعته نښتې وروسته وژل شوي، چې د ښار یوه استوګنیز بلاک ته تر ننوتو وروسته کلابند شوي وو.

چارواکي وايي، دغه وسله وال پرون ( جون ۱۵ ) سهار مهال د ښار د دریمې ناحیې اړوند باچاخان واټ سیمه کې یوه بلاک ته ورننوتي وو، چې موخه یې د ټاکنیز بهیر ګډوډول وو.

د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي خبریالانو ته ویلي، چې پولیسو د ټاکنیز بهیر د خوندیتابه لپاره لومړی دا سیمه کلابنده کړې وه او تېره شپه یې له وسله والو سره جګړه پیل کړه، چې په وینا یې نن شاوخوا یوولس بجې د برید ګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده.

د امنیتي چارواکو په وینا په دغه برید کې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

خو وسله وال طالبان بیا پولیسو ته د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

بل لور ته وسله والو کسانو د هرات د رباط سنګی ولسوالۍ کې له یوولسو رایه ورکوونکو ګوتې پرې کړې دي.

دا پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوې، چې دغه کسان له رایه ورکولو وروسته په یوه ګاډي کې د کورونو پر لور روان وو، چې وسله والو له موټره کوزه کړل.

په دغو کسانو کې دوه تنه ځوانان او نور ټول سپین ږیري دي.

دا ټول ټپیان تېره شپه ناوخته د هرات مرکزي روغتون ته وړل شوي چې اوس یې روغتیايي حالت ښه بلل کېږي.

ورته مطالب