د پېسو سپینولو قانون مسوده تصویب شوه

Image caption یو شمېر استازي د دغه قانون په تصویب کې د ځنډ پړه د افغان حکومت پرغاړه اچوي او وايي چې په دې برخه کې دولتي چارواکو ناغیړي کړې.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د پېسو سپینولو لانجمن قانون مسوده په یوه لانجمنه فضا کې تصویب شوه.

ځینو وکیلانو د جرګې ارامه فضا د میزونو په ډبولو او چیغو وهلو څه- ناڅه ګډوډه کړه.

که څه هم چې د قانون دغه مسوده د جرګې د اتلسګونو کمېسیونونو، د افغانستان بانک او عدلیې وزارت د استازو له خوا تایید شوې وه، خو د جرګې په عمومي غونډه کې د تصویب لپاره تر ټاکنو وروسته د غبرګولي تر ۲۶ پورې پاتې شوه.

که چېرته دغه قانون د جون د روانې میاشتې تر ۲۲ تصویب شوی نه وای، نو افغانستان به د نړیوالو بانکونو په تور لست کې شامل شوی وای.

د ولسي جرګې په تېره غونډه کې د جرګه والو د ۲۴۵ کسانو له ډلې یوازې ۱۰۰ کسه غونډې ته ورغلي وو چې د جرګې د داخلي تګلارې له مخې د قانون مسوده هغه مهال تصویبېدای شي، چې لږ تر لږه ۱۲۵ استازي په غونډه کې برخه ولري.

وړاندې ولسي استازو ویلي وو، د دوی ډېر همکاران د تېرو ټاکنو پر مبارزو بوخت وو.

که څه هم، په جرګه کې د اتلسګونو جرګګیو، د افغانستان بانک او عدلیې وزارت د استازو له خوا د قانون دغه مسوده بشپړه شوې وه، خو ځینو استازو ویل چې لا هم په دغه قانون کې ډېرې داسې مادې شته چې یا خو د دوی له نظره کره شوې نه دي او یا هم نورو بحثونو ته په کې اړتیا لیدله کېږي.

دغه قانون کې ډېرې مادې داسې دي چې جرګه وال سره پرې یوه خوله نه دي، ځینې یې ان تر دې چې د دغه قانون په نوم هم سره اختلاف لري.

د پېسو سپینولو د قانون د مسودې پر سر خبرې درې کاله مخکې د توکیو په کنفرانس کې راپورته شوې وې او مرستندویه هېوادونو پر افغانستان دغه شرطونه منلي وو، چې ګواکې دغه قانون باید تصویب شي.

یو شمېر استازي د دغه قانون په تصویب کې د ځنډ پړه د افغان حکومت پرغاړه اچوي او وايي چې په دې برخه کې دولتي چارواکو ناغیړي کړې.

تر دې وړاندې د افغانستان بانک مشر خبرداری ورکړی و چې که چېرته دغه قانون د روانې میلادي میاشتې تر پایه تصویب نه شي، نو افغانستان به د نړیوالو بانکونو په تور نوملړ کې شامل شي. له همدې امله د ځینو استازو ټینګار دا و چې په افغانستان کې د مالي کړکېچ نه د ژغورلو لپاره باید دغه قانون ژر تر ژره تصویب شي.

دغه مسوده هغه مهال چې حکومت ولسي جرګې ته استوله، ټول ټال یې ۴۵ مادې لرلې چې وروسته جرګه والو پر هغو ۲۵ مادې نورې هم ورزیاتې کړې.

ورته مطالب