پر امنیتي مسالو د حامد کرزي او نواز شریف خبرې

کرزی او نواز شریف د انځور حقوق AFP
Image caption د نواز شریف او کرزي د تیلیفوني خبرو په اړه ډېر جزییات نه دي په ډاګه شوي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفوني خبرې کړې.

دغه خبرې د دواوړو هېوادونو ګډې پولې ته څېرمه د سخت دریځو وسله والو پر خلاف د پراخو عملیاتو له پیله دوه ورځې وروسته شوې دي.

پاکستاني چارواکي وايي، دواړو مشرانو د امنیت اړوندو مسایلو په اړه خبرې کړې.

پاکستان له افغانستان غوښتي، چې له شمالي وزیرستانه افغانستان د تلونکو وسله والو لارې وتړي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې ویلي، دغه هېواد کې به په بشپړه توګه د ترهګرۍ پای ته رسولو ترمهاله پراخو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

پاکستاني چارواکي د اټکل له مخې وايي، د تېرې یکشنبې ورځې له پیل شویو عملیاتو راهیسې تر اوسه لږترلږه ۱۷۰ وسله وال وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت ګورنر سردار مهتاب احمد خان د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي وو چې د عملیاتو په اړه له ګاونډي هیواد افغانستان سره هم اړیکي نیول شوې او دا رپوټونه یې بې بنسټه وبلل، چې ګني سخت دریځي له دې ځایه تښتي او افغانستان کې ورته هرکلی ویل کېږي.

د ډیورنډ پر کرښه په قبایلي سیمو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سخت دریځو تګ راتګ د دواړو هیوادونو لپاره یو لوی سرخوږی او د امنیتي چارواکو لپاره یوه مهمه مساله ده.

په تېر کې، دواړو هیوادونو د سخت دریځو پر وړاندې د یو او بل پر دریځ بې باوري ښوولې ده.

پاکستان ادعا کوله چې د دې هیواد تر ولکې لاندې سیمو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د هغو جنګیالیو لخوا بریدونه کیږي چې د افغانستان په سرحدي کونړ ولایت کې پټنځایونه لري.

افغان چارواکي د پاکستان څارګره اداره د افغان طالبانو په ملاتړ تورنوي.

په داسې حال کې چې افغان چارواکي د پاکستان استخبارات په دې تورن وي چې په افغانستان کې د طالبانو تر شا د پاکستاني اسخباراتو لاس دی.

ورته مطالب