ختيځ کې د ناټو پر اکمالاتي اډه بريد شوی

Image caption چارواکي وايي نښته له يو نيم ساعت وروسته د بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې وسلوالو د ناټو ځواکونو پر يوه اکمالاتي اډه بريد کړی، چې د تيلو د ټانکرونو او نورو تجهيزاتو د ويجاړېدو راپورونه ورکړای شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بي بي سي ته وويل دغه بريد نن (پنجشنبه، ۱۹ جون) سهار وختي وشو او د ځانمرګو يوې درې کسيزې ډلې چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه پر دغه اډه بريد وکړ.

ښاغلی عبدالزی وايي په بريد کې ۳۸ تيلي ټانکر ويجاړ شوي او د ده په خبره درېواړه بريدګر د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

دغه پېښه د ډيورنډ له پولې سره نژدې د تورخم په بندري ښار کې رامنځته شوې ده.

وسلوال طالبانو او د حکومت نورې مخالفې ډلې د دغې پولې په اوږدو کې فعاليتونه کوي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزی وايي بريدګرو ځانمرګي واسکټونه اغوښتي وو بريد يې د کلاشنيکوف په ډزو او لاسي بمونو پيل کړ.

ښاغلی عبدالزی وايي له توندلارو سره د مقابلې لپاره د افغانستان امنيتي ځواکونه هم د پېښې ځای ته ورغلل او له يو نيم ساعت جګړې وروسته نښته پای ته ورسېده.

چارواکي وايي په دغه بريد کې درېواړه بريدګر وژل شوي، خو امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اووښتی.

د افغانستان سرحدي ځواکونو هم چې په دغه نښته کې برخه لرله ويلي دوه بريدګر وړاندې له دې چې اډې ته ننوځي د پوليسو له لوري په ډزو وژل شوي، خو دريم يې مرکز ته په ننوتو بريالی شوی دی.

دوی وايي دغه مرکز د افغانستان د کورنيو چارو وزارت عامه نظم تر څارنې لاندې دی.

وسلوالو طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخيستی او رسنيو ته په استولې خبر پاڼه کې يې ويلي چې د بريد هدف د امريکا پوځي اډه وه.

ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې د هغو ولايتونو په ډله کې دی چې د ډيورنډ له کرښې سره ګډه پوله لري او کله ناکله په کې د تاوتريخوالي پېښې کېږي.

د تیلو پر ټانکرونو بريدونه پخوا هم شوي او د کابل- کندهار، کابل- خوست او کابل- جلال اباد لويې لارې د دا ډول پېښو شاهدې دي.

ورته مطالب