افغانستان د صادارتو برخه کې د هند تجربې کاروي

د انځور حقوق Getty
Image caption افغانستان د غاليو او وچې مېوې ترڅنګ قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې بهر ته صادروي

هند او افغانستان یو تفاهم لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د صادراتي سوداګرۍ په تخنیکي برخه کې افغانستان د هند له تجربو ګټه واخلي.

افغان چارواکي وايي د دغه تفاهم لیک یوه موخه دا ده، چې افغان او هندي سوداګر به د کمېشن کارانو له مداخلې پرته په مستقیم ډول سودا کوي او دغه سوداګري به د هند په ټولو برخو کې ممکنه شي.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې وايي، هند له پاکستان وروسته دویم لوی بازار دی، چې د افغانستان تولیدات ورته صادریږي.

هند ته د افغان صادارتو ټولټال کچه ۴۰ سلنې ته رسېږي او افغان چارواکي وايي د نوي لاسلیک شوي تفاهم لیک له مخې به د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې ودې ته زمینه برابره شي.

د افغانستان صادراتو د ودې ادارې مشره نجلا حبیب یار وايي، د چابهار لار هندي بازارونو ته د افغانستان تولیداتو رسولو لپاره ډېره مهمه ده او وايي دواړه هېوادونه لیوال دي، چې دغه لاره فعاله شي.

د هغو توکو چې له افغانستانه بهر ته صادریږي، څه کم ۷۰ سلنه وچې، لمدې مېوې او یا ډول ډول بوټي دي، چې نژدې ۳۳ سلنه دغه توکي یوازې هندوستاني بازارونو ته صادریږي.

د دې تر څنګ افغان چارواکي وايي د سارک نورو اتو هېوادونو ته د افغان تولیداتو د لېږدو یوه لاره هم د هند له بازارونو تېريږي، چې وايي له همدې کبله هم د هند بازارونو اهمیت د افغانستان لپاره ډېر او مهم دی.

ورته مطالب