کرزی: ټاکنو کې د ملګرو ملتونو منځګړیتوب منو

Image caption ولسمشر کرزي وايي د ټاکنیزو ستونزو په اړه یې له دواړو کاندیدانو سره خبرې کړي او دواړو ته یې ویلي چې د حکومت یا هم د ملګرو ملتونو له لارې رامنځ ته شوې ستونزه هواره کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د ډاکتر عبدالله عبدالله د دې غوښتنې هرکلی کړی چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو د رايي شمېرنې بهير کې دې ملګري ملتونه همکاري وکړي.

ښاغلي کرزي وويل نوماندان بايد د حکومت او يا هم د ملگرو ملتونو له لارې د ستونزو هواري لپاره په خپلو کې سره هوکړه وکړي چې ډېر ژر يې يو د ولسمشر په توگه په خپل کار پيل وکړي.

ښاغلي کرزي د افغانستان د عالمانو شورا له غړو سره د خبرو پر مهال دا هم وويل چې د نېکمرغه کوچني اختر پر پنځمه به د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي.

ولسمشر کرزي وویل دا چې ښاغلي عبدالله ویلي غواړي د ملګرو ملتونو له لارې دغه ستونزه هواره شي دوی یې یو نیک ګام ګڼي.

ولسمشر کرزي د عالمانو د شورا له غړو سره په خبرو کې زیاته کړه چې له ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي سره یې مفصلي ټېلېفوني خبرې کړي او هغوی ته یې ویلي چې که غواړي د ملګرو ملتونو له لارې یا يې هم د مرستیالانو په منځګړیتوب ناسم پوهاوی له منځه يوسي، نه یوازې دوی یې خوښوي بلکې هڅوي یې هم.

ولسمشر کرزي وویل دوهمه لاره دا کېدای شي چې ملګري ملتونه بې پرې منځګړیتوب وکړي.

هغه زیاته کړه چې دواړو لارو ته درناوی کوي خو د غوراوي حق دواړو مشرانو ته پرېږدي چې څه پرېکړه کوي؟

دغه راز ولسمشر کرزي وویل هسې چې په رسنیو کې یو لړ آوازې خپرېږي هغسې نه ده وطن کې خېر او خېریت دی.

نواز شریف سره خبرې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د عالمانو د شورا له غړو سره په دې ناسته کې د پاکستان له لومړي وزير سره د خپلو ټيليفوني خبرو په اړه هم یو لړ څرګندونې وکړې.

ولسمشر کرزي وویل د پاکستان لومړي نواز شریف وویل چې دوی په میرانشاه او وزیرستان کې د ترهګرو پرضد عملیات پیل کړي او په دې عملیاتو کې د افغان حکومت ملاتړ غواړي.

ولسمشر کرزی وايي د پاکستان لومړی وزير ته یې د ترهګرو پرضد په جګړه کې د ملاتړ ډاډ په دې شرط ورکړ چې په دې جګړه کې ولسي خلکو ته زیان وانوړي.

د ښاغلي کرزي په وینا له ټېلېفوني خبرو وروسته د پاکستان له لورې یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته له ده سره د لیدلو په خاطر ورغلی و چې په خبره یې د دوی له خوا یې دا پیغام د پاکستان لومړي وزير ته یوړو چې که دا جګړه ریښتني او د ټولو ترهګرو پرضد وي چې هرڅوک زیانموي نو افغانستان له پاکستان سره په کې ولاړ دی.

ولسمشر کرزی وايي پاکستاني پلاوي ته یې وویل چې د ترهګرو پرضد د جګړې لپاره یوې تګلارې ته اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو ونډه په کې روښانه کړي.

د ښاغلي کرزي په وینا د پاکستاني پلاوي له تګ وروسته یې یو ځل بیا د پاکستان له صدراعظم سره ټېلېفوني خبرې وکړې او دواړه دې پایلې ته ورسېدل چې ژر به د دواړو هېوادونو امنیتي چارواکي په دې تړاو سره خبرې وکړي.

ولسمشر کرزي دغه راز وویل چې که د دې جګړې له امله څوک له خپلو مینو بي ځایه کېږي نو افغانستان یې په ورین تندي هرکلي کوي.

ورته مطالب