د ننګرهار پر هوايي ډګر بريد شوی دی

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وايي په بريد کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې

د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي چې تېره شپه وسلوالو کسانو د جلال اباد پر هوايي ډګر بريد کړی دی.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بي بي سي ته وويل وسلوالو د شپې شاوخوا نهه بجې د هوايي ډګر پر پخواني قراول د لاسي بمونو بريد کړی دی.

په ځينو راپورونو کې ويل شوي، چې پر هوايي ډګر توغندي لګېدلي، خو ښاغلي عبدالزي دا رد کړه.

چارواکي وايي په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې او يوازې يو لاروی کس ټپي شوی دی.

وسلوالو طالبانو رسنيو ته په استولي پيغام کې ويلي بريد دوی کړی او درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

دغه هوايي ډګر د جلال اباد ښار سويل ختيځ لوري ته په شاوخوا ۱۲ کيلومترۍ کې د بهسودو په ولسوالۍ کې پروت دی.

تر دې وړاندې هم څو ځله پر دغه هوايي ډګر د وسلوالو طالبانو له لوري خونړي بريدونه شوي دي.

فارم اډې چاودنه

ننګرهار کې په يوه جلا پېښه کې يوې چاودنې څلور کسان وژلي، چې يو پوليس هم په کې شامل دی.

ځايي چارواکي وايي تېر ماښام د فارم اډې په سيمه د ماين چاودنې هغه پوليس په نښه کړ چې پر موټر سايکل سپور و.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزی وايي په دغه بريد کې له ده سره درې لاروي ملکيان هم وژل شوي دي.

دی وايي په بريد کې دوه کسه ټپيان هم دي، چې يو يې پوليس دی.

تر اوسه د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی، خو افغان حکومت د دا ډول بريدونو پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي.

ورته مطالب