د ټاکنیزو درغلیو په تړاو غږیزې ادعاوې

Image caption د ډاکتر عبدالله ټاکنیز ټیم مشر بریالي ارسلا ادعا کړی چې دا غږ د ضیاالحق امرخېل دی

د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند عبدالله عبدالله ټیم په کابل کې یوې خبري غونډې ته داسې یو ثبت شوی ټیلیفوني غږ واوراوه، چې د دغه ټیم د ادعا له مخې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو لوړ پوړی چارواکی خپل یوه ولایتي کارکوونکي ته په ټاکنو کې د یوه کاندید په ګټه د درغلیو لارښوونه کوي.

په دغه دیارلس دقیقې ثبت شوي غږ کې چې سم نه اوریدل کیږي، دوه کسان د ټاکنو اړوند خبرې کوي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز کمپاین مشر بریالی ارسلا ادعا کوي، چې دا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا د مشر ضیالحق امرخیل غږ دی چې له خپل یوه سیمه ییز کارکوونکي ته لارښونه کوي چې د یوه ځانګري نوماند لپاره کار وکړي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین مشر بریالی ارسلا وايي

"(ښاغلي امرخېل) خپلو کارمندانو ته لارښوونه کړې چې د یوه مشخص کاندید په ګټه کار وکړي"

خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین ډلې غړو دا ونه ویل، چې دغه ثبت شوی غږ یې له کوم ځایه تر لاسه کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور په کابل کې له یوه سیمه ییز ټلویزیون سره په خبرو کې د دغه ثبت شوي غږ کره والی تایید نه کړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي:

"د هېواد د قانون پر بنسټ د هر چا ټیلیفوني اړيکې باید پټې وي او هیڅوک د دې حق نه لري چې هغه ثبتې کړي. باید دا وڅېړل شي چې څنګه، څه ډول او چا دغه غږ ثبت کړی دی. بله موضوع دا ده، کوم ثبت شوی غږ چې د رسنیو له لارې خپور شوی په هغه کې هېڅ شی واضح نه دی چې دوی د کومې موضوع په اړه خبرې کوي. موضوع اصلآ مالومه نه ده"

په ورته وخت کې، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني هم په یوې خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمسیون د دارالانشا د مشر ضیالحق امرخیل او د کابل پولیسو د مشر جنرال ظاهر ظاهر د قضیې په اړه تر اوسه له دوی سره درې شکایتونه ثبت شوي دي او د دغې قضیې څيړل یې پیل کړي دي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایې چې د نتایجو ټولې پاڼې کابل ته په رسېدو دي او تر اوسه یې د دغو پاڼو نژدې ۸۵ سلنه په سیستم کې داخلې کړې دي.

د دغه کمیسیون په وینا چې دغه بهیر د منل شویو معیارونو پر اساس روان دی او د کورنیو او بهرنیو څارونکو له خوا څارل کېږي.

ورته مطالب