د ټاکنو کمېسيون د دارلانشاء مشر استعفا وکړه

Image caption د ضياء الحق امرخيل لرې کېدل د عبدالله عبدالله د ټاکنيز کمپاين مهمه غوښتنه وه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دار الانشاء مشر ضياء الحق امرخيل استعفا وکړه.

دی وايي استعفا يې د افغانستان د سوکالۍ او د خلکو د نيکمرغۍ لپاره ورکړه او دا چې د ټاکنو بهير بريالی شي.

ښاغلي امرخېل هغه غږيز غږ چې تېره ورځ د عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې له لوري خپور شو جعلي او د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو يوه هڅه وبلله.

ده دا او تر دې وړاندې تورونه په يو مخ رد کړل ويې ويل چې په ټاکنو، عدالت او دموکراسۍ باور لري او ويې غوښتل چې ټاکنو او خلکو ته درناوی وکړي.

ضياء الحق امرخيل وويل ده ته د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې ويل شوي و، چې ۵۰+۱ رايې پوره کړي او يوه ډله بريالۍ شي، خو دی وايي دغه غوښتنه يې رد کړه.

ښاغلي امرخيل دغه راز ادعا وکړه، چې ده ته د يوې ټاکنيزې ډلې د پلوۍ کولو په موخه آن د پيسو او څوکۍ وړانديزونه هم شوي، خو ده رد کړي دي.

ضياء الحق امرخيل د ټاکنو په بهير کې د امنيتي ځواکونو رول مهم وباله، خو ويې ويل چې په ځينو سيمو کې لوړپوړو امنيتي چارواکو د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه کړې ده.

ښاغلی امرخيل له تېرو پنځو کلونو راهيسې د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې کار کړی دی.

عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله وايي زموږ يوه غوښتنه ومنل شوه چې هغه د ضياء الحق امرخيل استعفا وه.

ښاغلی عبدالله وايي اوس به دوی له ټاکنيزو کمېسيونونو سره خپلې اړيکې له سره رغوي.

دی وايي اوس به دوی خپل شرایط د ملګرو ملتونو له استازو او ټاکنيزو کمېسيونونو سره شریک کړي او د ټاکنو بهير ته به ورشي.

ده وويل دوه ډوله شرایط لري يو دا چې پروسې ته ورشي او بل دا چې پاکې رايې له ناپاکو هغو بېلې شي، چې په خبره يې د ضياء الحق امرخيل لرې کېدو غوښتنه يې ومنل شوه.

د ټاکنو کمېسيون

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د نژدې ټول هېواد په کچه ۹۱،۵ سلنه رايې سيستم ته داخل شوې دي او په پاتې هغو يې کار روان دی.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل د ټو کمشنرانو د پرېکړې له مخې به دوی د غور، نورستان، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو رايو ۱۰ سلنه تفتيش ته واستوي او د همدې سلنې له مخې به د دغو ولايتونو په ټولو رايو حساب وکړي.

ښاغلي نورستاني وويل د دواړو نوماندانو څارونکي بايد په دغو ولايتونو کې او ده له نړیوالو څارونکو هم غوښتنه وکړه، چې د تفتيش په دغه بهير کې ورګډ شي.

ده وويل په ټوليز ډول يې د ۳۰۰ محلونو رای پاڼې د تفتيش او بيا شمېرنې لپاره استولي دي.

ورته مطالب