"له دندې استعفا د امرخیل د زړه ورتیا نښه ده"

Image caption د اشرف غني ټاکنیزې ډلې وویل چې له ښاغلي امرخېل سره د دوی اړیکي د قانون په چوکاټ کې وې

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا د مشر له استعفا وروسته د اشرف غني احمد زي ټاکنیزې ډلې پخپل لومړي غبرګون کې هغه د نوموړي د زړه ورتیا نښه وبلله او زیاته یې کړه چې له اسنادو او شواهدو او د محکمې د حکم پرته نوموړي د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره استعفا ورکړې.

د دغې ډلې په استازیتوب حمیدالله فاروقي نن (چنګاښ ۲مه) ناوخته یوې خبري ناستې ته وویل چې د دوی او د ښاغلي امرخیل تر منځ اړیکي د قانون په چوکاټ کې وې. نوموړي د عبدالله عبدالله ټیم له خوا خپرې شوې ټیلیفوني اړیکي هم جعلي وبللې.

حمیدالله فاروقي خبري ناستې ته وویل

"د تحول او تداوم د ډلې او ښاغلي امرخېل تر منځ اړیکي ټول د قانون په چوکاټ کې اړیکي و. زموږ د ډلې یو غړي هم له هغه سره د قانوني چوکاټه د باندې رابطه نه لرله. هغه تورونه چې لګول شوي دا ټول بې بنسټه تورونه دي چې پر موږ لږېدلي دي. دا خپاره شوي غږونه ډیر واضح نه دي. موږ هیله لرو چې په دې برخه کې موږ ته وضاحت راکړل شي چې څوک و او څه لپاره له چا سره غږېده، خو موږ پوهېږو چې دا ټول تش تورونه و او د خلکو د ذهنونو د خرابولو لپاره پر موږ لګېدلي و"

ښاغلي فاروقي پر خپلې سیالې ډلې هم غږ وکړ چې د دوی په غوښتنه د کمیسیون د دارالانشا مشر استعفا ورکړه او په خبره یې چې اوس د دغه بهیر سره پریکون ته پلمې نه دي پاتې.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه

"هغه غوښتنې چې د قانون په چوکاټ وي موږ ورته درناوی لرو، خو هغه هیلې او غوښتنې چې د قانون له چوکاټه وتلې وي د تحول او دوام ټیم لپاره د منلو نه دي. د دوی (ښاغلي عبدالله ټیم) دغه طرحه چې په ځینو ولایتونو کې دې بیا انتخابات وشي، د افغانستان د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون خلاف ده او په دې باندې باید دوی ټینګار ونه کړي"

نوموړي همداراز د ټاکنو پر کمېسیون یو وار بیا غږ وکړ چې د ټاکنو د قسمي پایلو په اعلانولو کې دې ځنډ نه راولي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تر دې دمه د څه د پاسه ۹۱ سلنې زیاتې رایې مرکزي دفتر ته رسیدلي چې له ډلې یې د پنځو ولایتونو رایې بیا شمیرنې او ارزونې لپاره بیلې شویدي.

کمیسیون وايي د دغو پنځو ولایتونو د رایو پر سر د دواړو نوماندانو د شکونو لرې کولو لپاره یې دغه ګام پورته کړیدی.

ورته مطالب