کرزی: د امرخېل استعفا پرځای عمل دی

کرزی د انځور حقوق bbc
Image caption ولسمشر کرزي ویلي، د هېواد د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به د مهال وېش له مخې د روان کال د زمري/اسد پر ۱۱ وشي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو کمسیون د دارالانشاء د مشر ضیاء الحق امرخېل د استعفا پرېکړه پرځای او یو مسؤولانه ګام بللی دی.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې ''د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د ریاست له څوکۍ د ضیاء الحق امرخیل د استعفا پرېکړه یو پرځای او مسؤولانه عمل وباله او هغه یې وستایه''.

خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي امرخېل په دې ګام سره د ټاکنو د عادي بهیر د دوام لپاره لاره پرانیسته.

که څه هم د ارګ ویناپاڼه کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو وايي، چې ټاکنیز بهیر باید پر ټاکل شوې نېټه د قانون او وضع شویو اصولو له مخې د ټاکنیزو کمیسیونونو له خوا په شفافیت سره پای ته ورسېږي.

ولسمشر کرزي ویلي، د هېواد د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به د مهال وېش له مخې د روان کال د زمري/اسد پر ۱۱ وشي.

Image caption یونما وايي "د ښاغلي امرخېل تخصصي تجربه د دې لامل شوه، چې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په پرته د دویم پړاو ټاکنو لپاره لا ښه چمتووالی ونیول شي".

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء د مشر ضیاء الحق امرخېل له استعفا وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما) په لومړي غبرګون کې د ولسمشرۍ له نوماندانو غوښتي، چې له ټاکنیز بهیر سره یوځای او له ټاکنیزو کمیسیونونو سره همکاري وکړي.

یونما له نوماندانو دا هم غوښتي، چې د ټاکنو پایلو ته درناوی وکړي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاء الحق امرخېل د تېرې دوشنبې پر ورځ له خپلې دندې استعفاوکړه.

د اشرف غني احمدزي ټاکنیزې ډلې پخپل لومړي غبرګون کې د امرخېل استعفا د نوموړي د زړه ورتیا نښه وبلله او زیاته یې کړه چې له اسنادو او شواهدو او د محکمې د حکم پرته نوموړي د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره استعفا ورکړې.

که څه هم د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې پر امرخېل په ټاکنو کې د درغلیو تور لګولی و، خو له ثبوت پرته ښاغلي امرخېل استعفا وکړه.

یونما وايي "د ښاغلي امرخېل تخصصي تجربه د دې لامل شوه، چې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په پرته د دویم پړاو ټاکنو لپاره لا ښه چمتووالی ونیول شي".

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تر دې دمه د څه د پاسه ۹۱ سلنې زیاتې رایې مرکزي دفتر ته رسیدلي چې له ډلې یې د پنځو ولایتونو رایې بیا شمیرنې او ارزونې لپاره بیلې شویدي.

کمیسیون وايي د دغو پنځو ولایتونو د رایو پر سر د دواړو نوماندانو د شکونو لرې کولو لپاره یې دغه ګام پورته کړی دی.

ورته مطالب