افغانان به ژر د برېښنايي تذکرو څښتنان شي

Image caption پر دغه پروژه شاوخوا ۱۲۰ میلیونه ډالره لګښت راځي او نژدې ټول کارمندان یې افغانان دي.

د افغانستان حکومت بالاخره له دوو کلونو وروسته، د برېښنايي پېژندپاڼو (تذکرو) د ویش لپاره لومړي ګامونه پیل کړی دي.

د کورنیو چارو وزارت اړوند ډلې کور په کور کرځي او د تذکرو د ویش لپاره نوملیکنه کوي.

حفیظ الله معروف، چې د کورنیو چارو وزارت له یوې تخنیکي ډلې سره، په کابل کې کورونو ته ورغلی وايي، د تذکرو د وېش لپاره د نومېلیکنې بهیر په چټکۍ روان دی.

د برېښنايي تذکرو لپاره ګرځنده ډلې پر یوه وخت دوه کارونه کوي، هم د ګړو سرشمیرنه کوي او هم د بریښنايي تذکرو لپاره نوملیکنه.

د بریښنايي تذکرو د ریاست درې کسیزه ډله د ورځې له پیله کور په کور دروازه ټکوي.

دغه کار یوازې له څو ورځو راهيسې په کابل کې پیل شوی دی.

د دغه پروګرام ډېر کارکوونکي لوستي ځوانان دي. دوی هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو نوملیکنه کولای شي.

دوی د خلکو نومونه او ځانګړنې د هغوی د پخوانیو تذکرو پر بنسټ په ځانګړو فورمو کې ثبتوي او وروسته هر وګړی، په خپله سیمه کې د تذکرو دفتر ورځي، چې د ګوتې نښې، تصویرونه او بایو متریک مالومات ترې واخیستل شي.

خلک په ورین تندي د دغه پروګرام هر کلی کوي.

د کابل یوه اوسیدونکي اصغري، د نوم لیکنې پرمهال بي بي سي ته وویل ''ډېر د خوشالۍ احساس کوو. ډیر ښه کار دی. زموږ هیواد په جګړه کې ښکیل و. اوس چې سوله راغلې، نو دغه کار خپله یوه پرمختګ دی. موږ به بريښنايي تذکرې ولرو''.

افغانانو د جنګونو په کلونو کې معتبرې تذکرې نه لرلې. د تذکرو وېش په څو پړاوونو کې د بېلابېلو سرچینو له لوري په مختلفو رنګونو وېشل کیدې.

ګڼ شمیر خلکو، له دغو کاغذپرانیو نه د تېښتې لپاره جعلې تذکرې هم جوړولې، خو نوې برېښنايي تذکرې په داسې ډول ډیزاین شوي، چې جعل پکې امکان نه لري.

د برېښنايي تذکرو د تخنیکي برخې مشر ګل رحمن احمدزی وايي، د افغانستان برېښنايي پېژندپاڼې له نړیوالو معیارونو سره برابرې دي.

نوموړي وویل، په دغه پيژندپاڼو کې ۲۱ امنیتي نښې شته، چې د جعل او تقلب هیڅ ډول امکان پکې نشته:

‍''د تذکرو پر دواړو مخونو ۲۱ امنیتي نښې دي، چې جعل پکې شونی نه دی. د دې ترڅنګ به، د برېښنايي تذکرو له وېش سره موږ برېښنايي لېسنسونه هم چمتو کړو او په دې ترتیب به موږ ورو ورو برېښنايي حکومتولۍ خواته لاړ شو''.

په کابل کې تر اوسه د نوملیکنې لس مرکزونه فعال شوي او په مرکز کې په شدت کار روان دی.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو کلونو ټولو افغانانو ته دغه معتبرې برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي.

په نویو کوچنیو برېښنایي پېژندپاڼو کې، د ګوتې نښې، عکس او د بایومیتریک مالومات شامل دي.

دغه مالومات د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو په ذخیر کې ساتل کیږي، چې د ځانګړې شبکې له خوا وصل شوې ده.

په کورنیو چارو وزارت کې، د بریښنا پيژند پاڼو د چاپ خونه چمتو شوې او ټول ځانګړي سیستمونه یې نښلول شوې دې.

ټاکل شوې، لومړنۍ برېښنايي پېژندپاڼه ولسمشر حامد کرزي ته ورکول شي او له هغې وروسته به هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې سره اوس نوملیکنه کوي.

د برېښنايي تذکرو د وېش پر پروګرام شاوخوا ۱۲۰ میلیونه ډالره لګښت راځي، چې نژدې زرکسان پکې تر اوسه په دندو ګمارل شوي دي.

ورته مطالب