مشرانو جرګې د پیسو سپینولو مسوده تصویب کړه

مشرانو جرګه د انځور حقوق
Image caption په تېرو ورځو کې د ټاکنیزو له کبله د مشرانو جرګې د نصاب نه پوره کېدو له امله د دغې طرحې تصویب وځنډول شو.

د افغانستان مشرانو جرګې په اکثریت رایو د پیسو سپینولو قانون له یو لړ اختلافونو سره تصویب کړ.

د مشرانو جرګې اداري پلاوي وویل، په پام کې وه چې د دې طرحې په اړه یوه ورځ مخکې رای اچونه شوې وای، خو د ځینو مهمو مادو له کبله لانورې ارزونې ته اړتیا پیدا شوه.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، یوه اونۍ مخکې د ولسي جرګې له خوا د پیسو د سپینولو د قانون طرحه تصویب شوه، خو لاهم په دې طرحه کې ځینې تعدیلونه ضروري ښکاري، خو د افغانستان د ملي ګټو پخاطر مشرانو جرګې دغه طرح تصویب کړه.

ښاغلي ایزدیار وویل، که څه هم په طرحه کې یو لړ ستونزې شته، خو مشرانو جرګې له دې کبله تصویب کړه، چې د تورو بانکونو له لسته د افغانستان بانکونه وژغورل شي.

د مشرانو جرګې زیاترو غړو تر اوږدو بحثونو وروسته په عمومي غونډه کې شنه کارتونه پورته کړل او د پیسو سپینولو دغه طرح یې تصویب کړه.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وویل، دغه قانون باید په ۲۰۱۲ کال کې له نړیوالو قوانینو سره یوشان شوی او تصویب شوی وای، خو په تېر یوه نیم کال کې د ځینو دلایلو له کبله د کابینې په غونډه کې لاس په لاس شو.

مشرانو جرګه وايي، که څه هم دغه طرح تصویب شوه، خو په راتلونکي کې یې ځینې مادې تعدیل ته اړتیا لري.

د بېلګې په توګه، د "مقاولې" توري پرځای باید "قرارداد" لفظ راوړل شي.

په افغانستان کې هر پلی کېدونکی قانون له عملي کېدو مخکې باید د ولسي او مشرانو جرګو له ارزونې تېر شي، که چېرې د دواړو مجلسینو ګډ کمیسیون یې تصویب کړي، ولسمشر ته د توشیح لپاره استول کېږي.

د پیسو سپینولو قانون طرحه د تېر غبرګولي پر ۲۶ د ولسي جرګې له خوا تصویب شوه.

د افغانستان بانک اعلان وکړ، که چېرې د جون تر ۲۲ پورې دغه قانون تصویب نه شي، د افغانستان بانکونه به د تورونړیوالو بانکونو په نوملړ کې راشي.

په تېرو ورځو کې د ټاکنیزو له کبله د مشرانو جرګې د نصاب نه پوره کېدو له امله د دغې طرحې تصویب وځنډول شو.

د پیسو سپینولو قانون اته فصلونه او ۷۰ مادې لري، چې د نورو اجرآتو لپاره به ولسمشر ته د لاسلیک لپاره واستول شي.

ورته مطالب