سنګین کې د حکومت او طالبانو جګړه سخته شوې

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption جګړه د تېرې جمعې پر شپه پر ځینو حکومتي پوستو د طالبانو تر برید وروسته پیل شوه.

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت په څلورو ولسوالیو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ درنه جګړه روانه ده، چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا جګړه د تېرې جمعې پر شپه د طالبانو د برید په پیلېدو شروع شوه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، اوس سنګین ولسوالۍ ته نور افغان ځواکونه استول شوي.

د جګړې له سیمو تر دوو زرو ډېرې کورنۍ کوچېدلې دي.

د حاجي اختر محمد په نامه د سیمې یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي، سنګین ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې ټړل شوې، چې له کبله یې کلابند شوي وګړي له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړی وايي، هلته د خوراکي توکو کمی هم دی، چې د یوې بوجۍ اوړو بیه نژدې لسو زرو افغانیو ته رسېدلې ده.

دی وايي، که چېرې حکومت د ولسوالۍ د ساتلو توان نه لري، موږ ته دې وسلې راکړي، چې له خپل ځان نه دفاع وکړو.

رپوټونه وايي، سنګین کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي، خو حکومتي ځواکونه د سنګین له دوه لارې ورمخته کېدو ته زړه نه ښه کوي.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، پرمختګ ځکه نه شي کولی، چې هوايي ځواک نه لري او دغه لیرې ولایت ته په اسانۍ سره د ځواکونو رسېدل هم ستونزمنه چاره ده.

د سنګین په ګاونډ کې د نوزاد ولسوالۍ وګړي ګریشک ته کوچېدلي، چې هلته په هر کور کې نژدې لس – لس کورنۍ مېشتې شوې دي.

د نوزاد ځینو عیني شاهدانو ویلي، په پوستو کې یې مړي لیدلي، چې څوک یې د لېږدولو توان او زړه نه لري.

سنګین + موسی کلا

د جګړې په زیاتېدو د سنګین او نوزار ولسوالیو ټولې لارې تړل شوې.

سنګین ولسوالي پر دوه لارې پرته یوه ستراتیژیکه ولسوالي ده، چې د شمالي هلمند لپاره د دروازې حیثیت لري.

د ځینو په وینا، که چېرې دغه ولسوالي سقوط وکړي، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالۍ هم له سقوط سره مخامخېدای شي.

په کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، تېر کال په سنګین او موسی کلا کې بهرني طالبان جنګېدلي، خو د سیمې قومي مشر حاجي اختر محمد وايي، وسله والو نوې سپکې او درنې وسلې پیدا کړې، چې غالباً ایران ورکړې دي.

څو کاله وړاندې د هلمند په موسی کلا له برتانوي ځواکونو سره موافقه وشوه، چې دغې ولسوالۍ ته به نه ورځي، خو په مقابل کې به یې طالبان هم هلته نه پرېښودل کېږي.

سنګین د کندهار- هرات پر لویه لاره موقعیت لري، چې کجکي، نوزاد او موسی کلا ولسوالیو ته هم لارې ترې غځېدلې دي.

تېر کال هم موسی کلا او سنګین کې درنه جګړه شوې وه.

د انځور حقوق
Image caption د هلمند د جګړو له سیمو نژدې دوه زره کورنۍ کوچېدلې
د انځور حقوق
Image caption د هلمند چارواکي وايي، د سنګین جګړې ته تازه دمي پوځيان استول شوي
د انځور حقوق
Image caption سیمه ییز خلک وايي، که حکومت سنګین نه شي ساتلی، د سیمې خلکو ته دې د ځان دفاع لپاره وسلې ورکړي

ورته مطالب