اسپانیایۍ شهزادګۍ په فساد تورنه شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption که چېرې کریسټینا پړه وخېژوله شي، شاید ۱۱ کاله بند وګالي.

په اسپانیا کې یوه قاضي د پاچا فیلیپ خور شهزادګۍ کریسټینا د پیسو سپینولو او له مالیې د تېښتې په قضیو کې محاکمې ته برابره کړې ده.

محکمې په تېره فبرورۍ کې ۴۹ کلنه شهزادګۍ د څرګندونو لپاره ورغوښتې وه، چې د خپل میړه اناکي اوردانګارین له خوا د ځینو قراردادونو په اړه ځوابونه ورکړي.

اوس شهزادګۍ د محکمې پر وړاندې حاضرېدو ته اړایستل شوې ده.

دغه تورونه د شپږم پاچا فیلیپ لپاره اندېښمنوونکي دي.

فیلیپ له تېرو شپږو کلونو راهیسې د خپل پلار خوان کارلوس تر لیرې کېدو وروسته پاچاهي کوي.

خو له مالیو د تېښتې په قضیه کې د اسپانیایانو ترمنځ د شاهي کورنۍ ارزښت او مقام یوڅه کم شوی دی.

که چېرې کریسټینا پړه وخېژوله شي، شاید ۱۱ کاله بند وګالي.

قاضي خوزېه کاسټرو باوري دی، چې شهزادګۍ د خپل مېړه پر "ناوړه کړنو" پوهېده.

د هغې پر مېړه یو تور دا هم دی، چې له عامهه پیسو یې یوه سوداګر ته میلیونونه ډالر ورکړي دي.

اټکل دی چې اناکي او دییګو توریس ۵.۶ میلیون یورو غلا کړي دي.

که څه هم په دې قضیه کې درې کلنه څېړنه وشوه، خو د شاهي کورنۍ شان او شوکت یې راکم کړ.

خو د فساد اړوندو قضیو څارنوال پیدرو هوراټچ د قاضي پر پرېکړې نیوکه کړې او وايي چې قاضي باید کافي ثبوتونه راوړي.

ورته مطالب