مسعود: په زور سیاسي هدف ته رسېدل ناممکن دي

احمد ضیاء مسعود
Image caption ښاغلي مسعود په روژه کې له طالبانو د بریدونو نه کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان ټاکنیز بهیر لړ کې نن د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي د ټیم یوه غړي احمد ضیاء مسعود له خپلو سیالانو، اصلاحاتو او همپالنې ډلې وغوښتل، چې خپلې نیوکې او شکایتونه د قانوني سرچينو له لارې مطرح کړي.

نوموړی وايي، د بازارونو او سړکونو تړل، د ښاریانو ځورول د اعتراض مدني ډولونه نه دي.

د مېرمنو یوه ټولنیز سازمان غړو ته وینا کې نوموړي وویل د زور له لارې هېڅ سیاسي هدف ته رسېدل ممکن نه دي:

''هر ناقانونه عمل او د قانون ضد عمل زموږ د هېواد د ملي ګټو خلاف دی، چې دا یو لوی جرم دی. که غواړو په هېواد کې سوله او امنیت راشي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي، باید د قانون درناوی وکړو''.

هغه وویل: ''د نړۍ هر هېواد کې حکومتونه او حکومتي بنسټونه نیمګړتیاوې لري، خو دا په دې مانا نه دي چې ګني د ‎ قانوني بنسټونو ټولې کړنې دې تر پوښتنې لاندې راوستل شي. کله چې موږ وایو، ټاکنیز بنسټونه معنا دا چې قانوني بنسټونه دي. ټاکنیز بنسټونه قانوني مشروعیت لري، کله چې پرېکړه کوي، هېڅوک یې د مخنیوي حق نه لري او نه یې د پرېکړو د نه منلو حق لري''.

ښاغلي مسعود وویل، که چېرې د اصلاحات او همګرايي ډله د ټاکنو په بهیر کې ستونزې ویني یا د ټاکنیزو کمیسیونونو په کړنو کې نیمګړتیاوې ویني، باید ټولې غوښتې د قانوني بنسټونو له لارې حل کړي او د هېواد د ناامنیو او ګډوډۍ مخه ونیوله شي.

Image caption غني: "زموږ رایې پاکې دي او دې ته چمتو نه یو چې د ولس پر رایه جوړ جاړی وکړو"

هغه له ټاکنیزو بنسټونو وغوښتل، چې د تېرو ټاکنو په اړه ژر پایلې اعلان کړي:

''زه له ټاکنیزو بنسټونو غواړم، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو رایې ژر اعلان کړي، ترڅو خلک پوی شي چې په یوه ګډوډه سیاسي فضا کې ژوند نه کوي''.

نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې د راتلونکې روژې مبارکې په میاشت کې له جګړو لاس واخلي.

وړاندې، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د قانون حاکمیت تر ټولو مهم دی او د ولس پر رایه به هېڅکله هم جوړ جاړی ونه کړي.

نوموړي چې په کابل کې یې د خپلې ډلې د ځینو پېژندل شویو څېرو تر څنګ خبریالانو ته وینا کوله وویل چې د قانون حاکمیت تر ټولو مهم دی او زیاته یې کړه چې د ولس پر رایه به هېڅکله جوړ جاړی ونه کړي.

ورته مطالب