م.م: ۶۵ زره کډوال خوست ته کډه شوي

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption نړیوال سازمانونو او په خوست کې افغان سوداګرو له دغو کډوالو سره مرستې کړي دي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري یو اېن اېچ سي آر وايي شاوخوا ۶۵ زره کډوال د پاکستان له قبایلي سیمې شمالي وزیرستان څخه د افغانستان سویل ختیځ ولایت خوست ته کډه شوي دي.

دغه کورنۍ چې شمیر یې څه باندې نهه زرو ته رسیږي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوي.

یو این ایچ سي آر وايي په تیرو دوه اونیو کې د دغو کورنیو له لسو کلونو کم عمره شاوخوا شل زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړل شوی دی.

په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي ولسمشر حامد کرزي هم له شتمنو او خیریه ټولنو غوښتي چې له وزیرستاني کډوالو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دعالي کمیشنرۍ ددفتر مشر بو شاک خبریالانو ته وویل چې دوه اونۍ وړاندې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پيله لسګونه زره کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي، چې یو شمیر یې افغانستان ته راغلي دي.

"د عملیاتو په څو لومړیو ورځو کې شاوخوا اته سوه کورنۍ دې غاړې ته کډه شوي، خو دا ددوه اونۍ وړاندې مودې خبره ده، له هغه وروسته د پولې په بله غاړه کې وضعیت په چټکۍ بدلون وموند. خو نن موږ د څه باندې نهه زره کډوالو کورنیو په اړه خبرې کوو، چې د اټکل له مخې یواځې خوست ته شاوخوا ۶۵ زره کډوال راغلي دي. دغه راز موږ اټکل کوو چې څه باندې دوه زره کورنۍ پکتیکا ته هم راغلې دي"

هغه وویل د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسېف له خوا له لسو کلونو د کم عمر لرونکو شاوخوا شل زره ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین هم ورکړل شوی دی.

Image caption په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د علیاتو له کبله دغه کورنۍ خپلو سیمو پریښودو ته اړې شوي

نړیوال سازمانونو او په خوست کې افغان سوداګرو له دغو کډوالو سره مرستې کړي دي.

د یو این ایچ سي آر چارواکي وايي په خوست کې یې له ۳۳۰۰ زیاتې کورنۍ راجسټر کړي دي.

د یو این ایچ سی آر مشر وايي له ۹۰۰ زیاتې خیمې ویشل شوي او له کډوالو سره به د مرستې لړۍ دوام ولري.

افغان ولسمشر په یوه ځانګړې بیان کې له مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له وزیرستاني کډوالو سره خپلې مرستې ونه سپموي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM وايي په دغو کډوالو کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې په شمالي وزیرستان کې اوسیدلي.

آی او ایم وايي دغه کډوال تر هر څه وړاندې روغتیايی خدمتونو، د اوسېدو ځای او خوراکي توکو ته ډیره اړتیا لري.

افغانستان په داسې حال کې د دغو وزیرستاني کډوالو کوربه دی چې همدا اوس شاوخوا دوه اعشاریه اته ملیونه افغان کډوال د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې اوسیږي.

ورته مطالب