ننګرهار کې ترافیکي پېښې ۱۷ کسان وژلي

د انځور حقوق
Image caption په ۱۳۸۸ کال کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې یو مساپر وړونکی موټر له ټېلر سره ټکر شوی، چې له کبله یې لږترلږه ۱۷ مساپر وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدلزي ویلي، پېښه د جمعې په ورځ (چنګاښ شپږمه/جون۲۷) د جلال اباد – تورخم پر لویه لار د ګهيځ لسو بجو د امان الله خان مېنې ته څېرمه شوې ده.

نوموړی وايي، کاسټر د تورخم له خوا روان و، چې له جلال اباد نه ورتلونکی ټېلر ورسره ټکر شو.

ټول وژل شوي نارینه دي، خو په نهو ټپیانو کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم دي.

ټپیان د بټي کوټ او جلال اباد روغتونونو ته وړل شوي.

د جلال اباد سیمه ییز چارواکي په پېښه کې د ټېلر چلوونکی ملامت بولي.

پر لويو لارو دغه ډول خونړۍ پېښې ډېر وختونه د چلوونکو د بې احتياطۍ او د ګاډو د تېز تګ په نتيجه کې رامنځ ته کېږي چې په کې بې ګناه ملکي وګړي له منځه ځي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې تېر کال د ځانمرګو او نورو بریدونو پرتله د ترافيکي پېښو له کبله ۱۳۰۰ کسان وژل شوي. د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیې چې دغه تلفات په ۱۱۱۷ ترافیکي پېښو کې رامنځ ته شوي.

په ۱۳۸۸ کال کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.

په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېره د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تر شمېرې ډېره شوې ده.

ورته مطالب