کرزی: د هلمند جګړه د پردیو د هدف پوره کولو وسیله ده

نعیم بلوڅ
Image caption د هلمند والي نعیم بلوڅ وايي، د روانې جګړې طرح د پاکستان په کوټې ښار کې جوړه شوې.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په هلمند ولایت کې وروستۍ جګړه ''د پردیو د هدفونو پوره کېدو لپاره یوه وسیله'' بللې ده.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، له ولسمشر کرزي سره په کتنه د فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو ځینو مشرانو د هلمند وروستۍ جګړه اندېښمنوونکې وبلله.

حامد کرزي وویل، د هلمند جګړه کې ''د بهرنیانو لاسونه دي، بهرني افراد دلته جګړه کوي او په دغه جګړه کې بهرني جګړه ماران هم لیدل شوي دي''.

کرزي پر هغو افغان طالبانو، چې ځانونه افغانان بولي، غږ وکړ چې پر خپل ولس زړه سوی وکړي او د خپلو وطنوالو له وینې تویولو لاس واخلي، خو که چېرې په دې جګړه کې ښکېل نه وي، نو په زغرده دې اعلان وکړي چې دا جګړې زموږ له خوا نه کېږي''.

آی اېس آی

بل خوا، د هلمند والي تورنجنرال نعیم بلوڅ نعیم په یوې خبرې غونډې کې رسنیو ته د سنګین، نوزاد، موسی کلا او کجکي ولسوالیو د جګړي په اړه وروستي مالومات ورکړل، او د روانې جګړې پړه یې د پاکستان پر استخباراتي ادارې ''ای اېس آی'' واچوله.

له کندهاره مامون درانی وايي، ښاغلي بلوڅ وویل، د روانې جګړې طرح د پاکستان په کوټې ښار کې جوړه شوې، چې په وینا یې له هماغه ځایه ''رهبري کېږي''.

Image caption د هلمند د جګړې له کبله نژدې څلور زره ولسي وګړي بې ځایه شوي.

د هلمند والي وایي، په دې جګړه کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې د کوټې د شورا مهم غړی ملا عبدالرؤف خادم له پاکستاني افسرانو سره یوځای د جګړي مشري کوي.

خو نوموړی وایي، د وسلوالو د ځپلو لپاره لسګونه تازه نفسه ځواکونه له کندهاره سیمې ته رسېدلي او دمګړۍ افغان امنیتي ځواکونو وسلوال په شا تمبولي دي.

والي وویل، اوس به وسلوال یا وژل کېږي او یا به هم له هغه سیمو شړل کیږي چې د تېرو څو ورځو په ترڅ کې رامخته شوي دي.

که څه هم د هلمند والي نعیم بلوڅ په دغه جګړه کې د ولسي وګړو او وسلوالو طالبانو د ځاني زیانونو په اړه څه ونه ویل خو وویل چې په روانه جګړه کې لږترلږه ۲۰ تنه پولیس او ۱۳ افغان پوځیان وژل شوي.

د سنګین یو شمېر اوسېدونکي وایي،‎ په دغه ولسوالۍ کې د جګړي مشري د هغو کسانو له خوا کېده چې په تورو مخ پټونو (نقابونو) یې مخونه پټ کړي وو.

په هلمند کې هر کال په ورته وخت او سیمو کي د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې جګړې نښلي چې تېر کال تر یوې میاشتې وغځېده.

بل خوا د هلمند په ګاونډي کندهار کې د پولیسو تر ټولو جګپوری مشر جنرال عبدالرازق وایي، د هلمند په شمالي برخو کې جګړه څو بېلابېل اړخونه لري.

د انځور حقوق President.gov.af
Image caption حامد کرزي وویل، د هلمند جګړه کې ''د بهرنیانو لاسونه دي، بهرني افراد دلته جګړه کوي او په دغه جګړه کې بهرني جګړه ماران هم لیدل شوي دي''.

د پولیس دغه مشر وویل، چې تر ټولو مهم يې د هغه ولايت د چارواکو فساد، د ترهګرو ځالې او د نشه يي توکو د لویو کاروباریانو شتون دی.

سنګین، موسی کلا او نوزاد د هلمند هغه ولسوالۍ دي چې نه یوازې په پراخه کچه په کې نشه يي توکي کرل کیږي، چې ترڅنګ یې د هیرویینو د تولید فابریکې هم په کې شته.

افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو یې په وار وار ویلي چې وسلوال طالبان د نشه یي توکو د کاروبار له اړخه هر کال په میلیونونه ډالر ترلاسه کوي چې بیا وروسته دغه پیسې په افغانستان کې په روانه جګړه لګول کېږي.

ورته مطالب