په کابل کې د عبدالله عبدالله پلویانو لاریون وکړ

د انځور حقوق AFP
Image caption د لاریون کوونکو غوښتنه دا وه چې په دویم پړاو ټاکنو کې دې شوې درغلۍ وارزول شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د ټیم زرګونو پلویانو په پلازمېنه کابل کې سوله ییز لاریون وکړ.

په دغه لاریون کې په خپله عبدالله عبدالله او د نوموړي د ډلې یو شمېر پېژندل شویو څېرو هم ګډون درلود.

د لاریون کوونکو غوښتنه دا وه چې په دویم پړاو ټاکنو کې دې شوې درغلۍ وارزول شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې د پلویانو شمېر چې زرګونو ته رسیده، د کابل ښار ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې په پښتونستان واټ او یو شمیر نورو سیمو کې راټول شوي و او د ټاکنو په بهیر کې یي د درغلیو پر ضد شعارونه ورکول.

په دغه لاریون کې د عبدالله عبدالله د ډلې ډیریو غړو په ګډون د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي هم برخه اخیستې وه.

د لاریون کونکو غوښتنه دا وه چې د افغانستان حکومت او د ټاکنو کمېسیون باید د دوی غوښتنو ته قانع کوونکی ځواب ورکړي او د خلکو د رایو ارزښت دې وساتل شي.

د دغه لاریون یو ګډون کونکی محمد عارف احمدي وایي

"درغلي نه غواړو که پاکې او له درغلیو تشې رایې د هر نوماند په نوم وي، موږ یې پلویان یو"

تر دې وړاندې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې یو شمیر غږیز ثبوتونه هم د ځینو چارواکو د درغلیو په تړاو خپاره کړي و خو د اړوندو چارواکو له خوا رد شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون او ولسمشرۍ ټاکنو ته د ولاړ نوماند عبدالله عبدالله ترمنځ د بې باورۍ شتون یوه لویه ستونزه ده.

په دې ورستیو کې ښاغلي عبدالله عبدالله د تاکنو له کمېسیون نه غوښتي و چې د رایو شمیرنه ودروي ځکه چې د نوموړي په وینا، په دغه لړۍ کې لویه درغلي روانه ده خو د ټاکنو کمېسیون اوس هم د یو شمېرکورنیو او نړیوالو څارونکو تر څار لاندې د رایې شمیرنې بهیر روان ساتلی چې لومړنۍ پایلې به راتلونکې چهار شنبه اعلان کړي.

ورته مطالب